1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حدود او قصاص دې په ښوونیز نصاب کې شامل شي»

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

د طالبانو تر ادارې لاندې د علومو اکاډمۍ غوښتنه کړې چې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې د « حدودواو قصاص پیژندل» شامل شي. دغه بنسټ له عدلي او قضايي ادارو غوښتي چې د غلا او قصاص د دوسیو څیړلو ته دې لومړیتوب ورکړي.

https://p.dw.com/p/4ZFL9
Afghanistan Lokale Schule in der Provinz Kandahar gegründet in der Mädchen auch zum Unterricht dürfen
یو شمیر شنونکني اندیښمن دي چې ښایې د افغانستان ښوونیز او تحصیلي نصاب په ټوله کې د طالبانو په خوښه بدل شي. انځور: Naqibullah Eshaq

د افغانستان د علومو اکاډمي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فعاليت کوي، «د حدودو پلي کول او د امنیت په ټینګښټ کې یې رول»  تر سرلیک لاندې یو ورځنی څیړنیز او علمي سیمنیار جوړ کړی و.

د دغه سیمنیار ګډون کوونکو د «حدودو او قصاص» پر عملي کولو ټینګار وکړ او د طالبانو حکومت ته یې وړاندیز کړی چې د حدودو او قصاص په پلي کولو د ټولنې امنیت ټینګ او د پیښو له ترسره کیدو دې مخنیوی وکړي.

په دغو وړاندیزونو کې راغلي چې د حدودو او قصاص  پیژندل دې په ښوونېز او تحصیلي نصاب کې ورځای او د قصاص او غلا دوسیو څيړلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي،او په دې تړاو دې د رسنیو او اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا خلکو ته پوهای ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له خوا د دغه ډول جزاګانو پلي کولو د بشري حقونو د معیارونو خلاف ګڼلي او له دې ډلې یې بیا بیا غوښتي چې دغه ډول جزا ګانې بندې کړي.د دیني چارو کارپوه سید عبدالهادي هدایت، نیوکه کوي چې افغانستان کې هر حاکم نظام په خپله خوښه او غوښتنه ښونېز نظام بدلوي.

نوموړی وایي: « کاش، یو داسې بشپړ ښوونیز نظام جوړ شي چې د ټولو د خوښې وړ او سیاسي تحولات پرې اغیز و نه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی لکه څرنګه چې طالبانو خپله په مدرسو کې زدکړې کړي هڅه کوي د افغانستان ښوونېز نظام هم د خپلو دیني باورنو پر بنسټ جوړ کړي.

ولې طالبان د دیني مدرسو پر جوړولو ټینګار کوي؟

ښاغلی فرهادي وایي: «طالبان هڅه کوي چې دیني معلومات په ښوونیز نصاب کې شامل کړي، ځکه د طالبانو تعلیمي نصاب مدرسې وې چې هغې کې دیني ارکان تدریس کیدل. اوس یا طالبان ډيرې مدرسې جوړوي او یا د پوهنې وزارت غواړي چې زدکړې په دغه هیواد کې دیني کړي.»

طالبانو په خپلې لومړۍ  دورې واکمنۍ کې چې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې وه، شرعي حدود او قصاص یې تطبیق کول.

وروسته له هغې چې دغې ډلې بیا د افغانستان واک ترلاسه کړ، داسې ګونګوسې  او آوازې وې چې دا ډول  حکمونه به نه عملي کیږي. خو طالبانو په تیرو دوه کلونو کې د خپل مشر په لارښوونه د عامو خلکو تر مخ خلک په درو وهلي او دغه راز اعدام کړي یې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. له بشري حقونو څخه سرغړونې، پر ښځو  او نجونو د محدودیتونو زیاتېدل، له ښوونځیو  او پوهنتونونو د نجونو منع کول ،په خپل سر د خلکو نیول، او صحرایي محکمې د دې لامل شوي چې د نړۍ ډیر هیوادونه له طالبانو سره له اړیکو ډډه وکړي.

کابل کې د بې سرپرسته ماشومانو او لویانو له پاره ښوونځی