1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بامیان کې د ۵ ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دُرو وهلي

۱۴۰۲ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په بامیان کې یې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسانو ته سزا ورکړې ده. د دغې محکمې په وینا، ډېری دغه کسان «له کور څخه د تېښتې او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4cQey
Pakistan Ein maskiertes Mitglied der Tehreek-Taliban Pakistan peitscht einen Metzger aus
 دوو نور کسانو ته  بیا د وژنې او د موټر د غضب په تور د اوه کاله زندان ۳۹ دُرو سزا اورول شوې ده.انځور: CHAND KHAN/AFP via Getty Images

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۴) د بامیانو ولایت په مرکز کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳کسان په عام محضر کې محکمه شول.

د طالبانو د سترې محکمې په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان د دغه ولایت د ابتدايي محکمې له خوا په یو او دوه کلونو  تنفیذي بند او هر یو په ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، پنځه کسان د زنا او نامشروع اړیکو په تور په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شول، څلور کسان بیا له کوره د تېښتې په تور په یو کال بند او ۳۹ دُرو په سزا محکوم شول.

 دوو نور کسانو ته  بیا د وژنې او د موټر د غضب په تور د اوه کاله زندان ۳۹ دُرو سزا اورول شوې ده.

طالبانو په بیا واکمنۍ کې په تیرو دوه کلونو کې د ابتدايي محکمې د حکمونو پر بنسټ تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکول پیل کړي.

دې ډلې په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او دوه کسان یې قصاص کړي دي.

نړيواله ټولنه او د بشري حقونو د چارو کارپوهان، مدافع وکيل او قانوني محکمې ته له لاسرسي پرته تورنو ته سزا ورکول په کلکه غندي او د بشري حقونوخلاف کار یې  ګڼي.

خو طالبان دغو غبرګونونو ته هیڅ پام نه کوي او یوازې د خپل مشر حکم پر ځای کوي او په محضر کې په دُرو وهل او قصاص عملي کوي.

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟