1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي له افغانستانه بهر يې د پاسپورت بیه کمه کړې ده

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې له افغانستانه بهر يې افغانانو ته د پاسپورت بیې کمې کړي دي. دغه وزارت پر خپل ټویټر ویلي دي چې د پنځه او لس کلنو پاسپورتونو بیه په ترتیب سره ۱۲۰ او ۲۲۰ ډالر ټاکل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4VHTL
افغان پاسپورټ
افغان پاسپورټانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

دغه راز، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورت مودې غځولو بیه ۲۰ ډالره ټاکلې او ویلي یې دي، چې دغه طرحه به د روان کال د زمري له ۲۷ نیټې پلې شي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویاند حافظ احمد ضیا تکل پر خپل ټویټر لیکلي: «دغه طرحه له افغانستانه بهر د افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په وړاندیز د ریاست الوزرا له لوري تائید شوې ده.»

د پاسپورتونو د بیو کمول یوازې په هغو هيوادونو پورې محدود دي، چې سفارتونه او قونسلګرۍ یې د طالبانو حکومت د باندنیو چارو وزارت ته سپارل شوي او د دوی تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

په دې اړه خلک څه وايي؟

په همدې حال کې یو شمېر هغه افغانان چې له هېواده بهر اوسېږي د پاسپورتونو د نویو بیو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

په ایران کې مېشت افغان کډوال فرهاد اماني دویچه ویله ته وویل: «زه څو ورځې مخکې مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ ته لاړم، کارکوونکیو یې وویل، په لومړي قدم کې محصلینو او ماشومانو ته پاسپورتونه ویشي او نورو خلکو ته به وروسته وویشل شي.»

کابل کې د پاسپورټ اخستلو له پاره د افغانانو ګڼه، ګوڼه. د ارشیف انځور
کابل کې د پاسپورټ اخستلو له پاره د افغانانو ګڼه، ګوڼه. د ارشیف انځورانځور: Jorge Silva/Reuters

اماني له طالبانو غواړي چې د پاسپورتونو د وېش پر مهال دې د بې نظمۍ او ناوړه ګټې اخستنې مخه ونیول شي. په ایران کې یو بل افغان کډوال فرزاد رسولي وايي، د پاسپورټ نوې ټاکل شوې بیه لوړه ده او دوی یې نه شي پرې کولی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «زه پنځه بچیان لرم او ټول نویو پاسپورټونو ته اړتیا لري. طالبانو د هر پاسپورت بیه ۱۲۰ ډالر ټاکلې، په دې بې کارۍ او د پیسو نشتوالي کې زه څرنګه د خپلو بچیانو د پاسپورتونو له پاره ۶۰۰ ډالر پیدا کړم؟ دا ملا ماتوونکې ده.»

دا افغان کډوال له طالبانو غواړي، چې د پاسپورتونو پر نویو بیو دې له سره غور وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې دننه د طالبانو ادارې له لوري د پاسپورتونو د ویش درېدو، په دغې پروسه کې پر بې نظمۍ، بډو او رشوت افغانانو ګڼ شکایتونه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب