1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د پاسپورت د وېش لړۍ ودروله؟

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

د طالبانو د پاسپورت ادارې اعلان کړی چې د پاسپورت د چاپ او وېش لړۍ تر یو نامعلوم وخت پورې درول شوې ده. يادې ادارې ويلي دي چې د پاسپورت د ویش لړۍ په تخنيکی سیستم کې د مثبتو تغییراتو د راوستلو په دليل متوقفه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Hvix
د طالبانو د پاسپورت ادارې د پاسپورتونو د ویش لړۍ تر نامعلوم وخت پورې درولې ده
د طالبانو د پاسپورت ادارې د پاسپورتونو د ویش لړۍ تر نامعلوم وخت پورې درولې دهانځور: Jorge Silva/Reuters

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دغې ادارې په تخنيکي سیستم او تجهیزاتو کې د یو لړ تغییراتو د رامنځ ته کولو په دليل، د پاسپورت د ويش لړۍ په ټول افغانستان کې درول شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د پاسپورت متقاضیان دې تر راتلونکې خبرتيا پورې دغې ادارې ته نه ورځي.

په اعلامېه کې زیاته شوې، څرنګه چې په ورځ کې د څلور زرو تر پنځه زرو پورې پاسپورتونه د کابل د متقاضیانو له پاره چاپ او توزیع کېدل، د چاپ ماشینونه او نور تخنيکي وسایل د وخت په تېرېدو سره له کاره لوېدلي چې ترميم ته اړتیا لري. په اعلامېه کې زیاته شوې چې د دغو وسایلو ترمیم وخت ته اړتیا لري او تر هغه وخته به د پاسپورت د ويش لړۍ درول شوي وي.

د دویچه ویله د یو رپوټ پر اساس، د پاسپورت ادارې له خوا د پاسپورت د ويش لړۍ تر درېدو مخکې، خلکو د پاسپورت د ترلاسه کولو له پاره په میاشتو میاشتو انتظار وښکه او ځینو خلکو بيا د ډيرو پېسو په بدل کې پاسپورت ترلاسه کاوه.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو دغه اقدام ته غبرګونونه ښودل شوي دي. د سمیع يوسفزي په نوم يو خبریال پر خپل ټويټر ليکلي دي چې د پاسپورت لرل د خلکو اساسي حق دی. د هغه د ټويټ په یوه برخه کې راغلي: «د طالبانو یو شمير رهبران فکر کوي چې ټول خلک تېښته کوي او په خارج کې بې ایمانه کيږي.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د پاسپورت ترلاسه کولو تقاضا د هرې ورځې په تيرېدو مخ په ډيرېدو ده. طالبانو په وروستي يو کال کې څو ځله د پاسپورت د ويش لړۍ په مختلفو دلیلونو درولې ده. په وروستیو میاشتو کې يوازې په کابل کې پاسپورتونه ورکول کېدل.

د پاسپورت رياست د معلوماتو پر اساس، د تیرو يوولس میاشتو په جريان کې له ۷۰۰زرو ډيرو کسانو پاسپورتونه ترلاسه کړي او ۷۰۰زره نورو په آنلاین بڼه ورته نوم ليکنه کړې او د خپلو پاسپورتونو د ترلاسه کولو له پاره انتظار باسي.

د پاسپورت ادارې څه موده مخکې ويلي وو چې دغه اداره د پاسپورت له کمښت سره مخ نه ده او لتوانیا هیواد ورته ۳ میلیونه پاسپورتونه چاپ کړي چې په پام کې ده ډير ژر افغانستان ته ورسیږي.