1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په يوه اونۍ کې د پاسپورتونو وېش پیلېږي

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

د طالبانو د پاسپورت ریاست اعلان کړی دی چې تر راتلوونکې چهارشنبې به په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د ویش لړۍ پیل شي. هغوی ویلي دي چې هره روځ به لس زره پاسپورتونه خلکو ته وویشي

https://p.dw.com/p/4NrzN
کابو له شپږو میاشتو وروسته ښایي د پاسپورتونو د وېش لړۍ بیا پیل شي
کابو له شپږو میاشتو وروسته ښایي د پاسپورتونو د وېش لړۍ بیا پیل شيانځور: Jorge Silva/Reuters

د طالبانو د پاسپورت ادارې تر څو میاشتو ځنډ وروسته نن د دغه بهیر د پیلېدو خبر ورکړ.
 

د طالبانو د پاسپورت ریاست رئیس عبدالکریم حسیب نن پنجشنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغې ادارې پریکړه کړې چې تر راتلوونکې چهارشنبې ورځي پوري په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو د ویش بهیر بیا پیل کړي.
اړوند:د پاسپورتونو د وېش بندیدو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړې دي؟

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ډیر خلک هڅه کوي چې پاسپورت تر لاسه کړي او له هیواده ووځي
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ډیر خلک هڅه کوي چې پاسپورت تر لاسه کړي او له هیواده ووځيانځور: Jorge Silva/Reuters

دغه رياست وايي چې هره ورځ به شاوخوا لس زره پاسپورټونه په مرکز کابل او ولايتونو کې خلکو ته وېشل کېږي.

د طالبانو د پاسپورت ریاست چارواکي ټینګار کوي چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو له پاره خلکو ته آنلاین فورمې شته.

د طالبانو د پاسپورت رياست رئیس زياتوي، سره له دې چې د دې رياست له خوا د جعلکارانو مخه نيول شوې، خو بيا هم د ډېرو کمیشنکارانو له خوا خلکو ته جعلي پاسپورټونه وېشل کېږي.
اړوند:د پاسپورتونو وېش بند شوی؛ د بې بایو متریکه پاسپورتونو بازار تود شوی

د پاسپورت د وېش بهیر شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شو، خو بیا هم راپورونه ورکول کېدل چې یو شمېر پاسپورت غوښتونکي د زرګونو ډالرو په ورکولو سره پاسپورتونه ترلاسه کوي.
 

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدلو وروسته په دغه هېواد کې د پاسپورتونو د وېش بهیر څو ځله ودرول شو.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغې پرېکړې د ناروغانو او زده کوونکو په ګډون د دغه هېواد په زرګونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.