1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاسپورتونو د وېش بندیدو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړې دي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د پاسپورت ریاست خلکو ته د پاسپورتونو توزیع بنده کړې ده. د پاسپورتونو نه شتون ناروغان او يو شمير نور عام وګړي له سختو ستونزو سره مخ کړي. خو طالبان څه وایي؟

https://p.dw.com/p/4IhJB
Kabul, Afghanistan | Taliban wollen wieder Pässe ausgeben
انځور: Jorge Silva/Reuters

 

د تېرو دوو اونیو راهیسې د طالبانو ادارې د پاسپورت ریاست په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو جوړول او وېش بند کړی. د پاسپورټونو بندیدو خلکو ته ډېرې ستونزو پیدا کړې دي او آن د یو شمېر خلکو سفرونه ځنډېدلې دي.

تر ټولو ډيرې کړاو په هغو خلکو تیريږي، چې بیړني ناروغان لري او اړ دي، چې خپل ناروغ د درملنې لپاره بهر ته یوسي.

د پکتیا یوه اوسیدونکي فیصل دویچه ویله ته وویل چې په کور کې ناروغ لري او د پاسپورټ وېش بندیدو اندیښمن کړی دی.

Afghanistan Kabul | Government Passport Office
یو شمېر افغان ناروغان په کابل کې د پاسپورت دفتر مخې ته د انتظار په حال کېانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

نوموړی وایي: «زما مور سخته ناروغه ده، د ډاکټرانو لارښوونې سره غواړم، پاکستان ته یې د تداوۍ لپاره یوسم. زه پاسپورت نه لرم. ما غوښتل پاسپورټ واخلم، خو طالبانو پاسپورتونه بند کړې دي.» نوموړی زياتوي:«د طالبانو له ادارې غواړم چې که پاسپورټونه بندوي هم خو د ناروغانو لپاره بايد پاسپورتونه ولري.»

اړوند مطلب: کابل کې د پاسپورټ وېش د امنيتي ستونزو له کبله درول شوی

ځینې خلک د پاسپورټ په ادارې په نیوکې سره وایي، چې هغوی بهر ته د خلکو د مخنیوي لپاره د تخنیکي ستوونزو په نوم د پاسپورټونو وېش بند کړی دی.

د کابل یوه اوسیدونکي سعید خان دویچه ویله ته وویل، یوه بهرني هېواد ته د تګ تابیا لري، خو د پاسپورټونو نه شتون له امله سفر نشي کولی. نوموړی وایي، د پاسپورټ اداره د خلکو ارادې خلاف بې دلیله د پاسپورتونو وېش بند کړی، چې خلک یې په ډېرو ستوونزو کې اچولي.

نوموړي وویل: «زه د خپلې کورنۍ سره بهر ته سفر لرم او غواړم، ځان، میرمنې او اولادونو ته مې پاسپورټونه واخلم. طالبانو پاسپورټونه بند کړې دي. ډېر اندیښمن یم، چې هغوی به بیا کله د پاسپورتونو وېش پیل کړي.»

Afghanistan Kabul | Menschen warten vor Passamt
په کابل کې د پاسپورت دفتر مخې ته یو شمېر مراجعینانځور: Ahmad Halabisaz/AP/picture alliance

زرګونه هغه کسان هم د پاسپورتونو ترلاسه کولو ته په تمه دي، چې له وړاندې یې په انلاین بڼه د پاسپورټونو لپاره غوښتلیکونه سپارلې دي.

اړوند مطلب: کابل: د پاسپورت پر ادارې د مراجعینو ګڼه ګوڼه

په دوی کې ډېری یې هغه کسان دي، چې له لویدیځو هېوادونو سره یې د سیمه ییزو همکارانو په توګه کار کړی او یا هم ټولنیز فعالان او ژورنالیستان پاتې شوې دي. په دوی کې ځيني  یې په بهر کې منل شوې دي، خو سفرونه یې د پاسپورټ نه درلودلو له امله ځنډیدلې دي. 

وهاب یو ټولنیز فعال دی او په تېرو کلونو کې یې له یوې بهرنۍ مؤسسې سره د بشري حقونو په برخه کې کار کړی دی. هغه وایي، پاسپورټ ته بیړنۍ اړتیا لري.

وهاب وویل: «له یوې میاشتې ډېر وخت وشو، چې د پاسپورټ لپاره مې انلاین فورمه ډکه کړي او غوښتلینک مې ورکړی. د بایومیتریک لپاره په انتظار وم، چې طالبانو اعلان وکړ، چې د پاسپورتونو وېش بندوي. موږ هیڅ نه پوهیږو، چې دوی به د څه لپاره داسې کوي.»

ځینې خلک په دې باور دي، چې د طالبانو اداره بهر ته د افغانانو د تګ د مخنیوي لپاره د نا معلومو دلایلو له امله د پاسپورټونو وېش بند کړی، خو ایا دا رښتيا ده؟

د طالبانو ادارې د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن دویچه ویله ته وویل، چې په ټول افغانستان کې د تېرو دوو اونیو راهیسې د پاسپورټونو لپاره نوم لیکنه او د پاسپورټونو وېش ټول بهیر دریدلی دی.

نوموړی د پاسپورټونو د بندیدل تخنیکي ستونزه یادوي: «د څه مودې لپاره مو د تخنیکي ستوونزو له امله د پاسپورټونو وېش ودراوه، تر څو خلکو ته له ستونزو پرته غوره خدمتونه وړاندې کړو. پخوا مو چې ځينې ستونزې لرلې او خلک ورسره مخ وو، نو رهبرۍ ښه وبلله، چې تر څو د پاسپورت ریاست چارې د یو څه مودې لپاره وځنډوي.»

طالبان: د پاسپورت په ریاست کې مو د فساد مخه نېولې

پتمن زیاتوي، چې د پاسپورټ ریاست د پاسپورټ وېش په برخه کې هر ډول فعالیت درولی، آن نشي کولی چې د یو مودې لپاره بیړنۍ ناروغانو ته پاسپورټونه توزیع کړي.

نوموړی زیاتوي، په یوه طرحه باندې کار روان دی، چې په راتلونکي کې د یوه منظم پلان له مخې خلکو ته د پاسپورټ وېش پیل کړي، چې د ناروغانو لپاره هم د پاسپورټونو ورکولو ځانګړي کړنلاره ترتیب شوې ده.

د طالبانو ادارې د پاسپورټ ریاست ویاند دا ونه ویل، چې د پاسپورټونو وېش به بیا کله پیل شي خو زیاته یې کړه، چې د تخینکي ستونزو له هواري مخکې د پاسپورټونو لپاره غوښتلنیکونه نشي منلی او دغه راز د پاسپورټونو د وېش بهیر هم نشي پیلولی.