1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د افغانستان او پاکستان پر پوله نښته پای ته رسېدلې

۱۴۰۲ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان په سرحدي ولایتونو خوست او پکتیکا کې تیره ورځ د پاکستان د هوايي بريدونو وروسته د طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه. طالبانو د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې دغه نښته پای ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4dt4T
Grenzübergang zwischen Pakistan und Afghanistan
انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن، سه شنبه (۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۹) د «ای ایف پي» خبري اژانس ته ویلي چې جګړه پای ته رسېدلې او وضعیت ارام دی.

په اسلام آباد کې حکومت تیره ورځ تایید کړه چې د دوی ځواکونو د افغانستان په سرحدي سېمه کې د اورپکو په اهدافو بریدونه کړي او هغه وسله وال يې په نښه کړي، چې د دې هېواد د وروستي بريد مسووليت یې منلی و، خو طالب چارواکي وايي، په بمبارۍ کې اته ملکيان، چې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې تیره ورځ د دوی ځواکونو په درنو وسلو سره په ځوابي برید کې د پاکستاني پولیسو پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د پاکستان په سرحدي ولسوالۍ کرمه کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په سېمه کې د هاوان مرمۍ وویشتلې.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «ای ایف پي» ته ویلي چې د دې برید په پایله کې ۳ امنیتي پوستې او د ملکي خلکو ۵ کورونو ته زیان رسېدلی، چې د څلورو امنیتي ځواکونو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

افغانستان

د امريکا غبرګون

دافغانستان په سرحدي ولایتونو د پاکستان له مرګونو بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پټیل، تیره ورځ په یوې خبري ناسته کې د دغه بریدونو په اړه خواشیني څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل: «موږ له طالبانو څخه غواړو ډاډ ورکړې چې د افغانستان له خاورې څخه به ترهګریز بریدونه نه کیږي او موږ همدا ډول له پاکستان څخه غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د تروریزم ضد هڅو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.»

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي تاوتریخوالی په پرله پسې توګه زیات شوی دی.

اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې ترهګریزو ډلو ته پناه ورکوي خو طالبانو بیا بار بار دا تورونه رد کړي دي.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟