1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان طالبانو د ټي ټي پي د ډلي د "شنډولو" بهیر پیل کړی»

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبه

افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی وایې افغان طالبان ټي ټي پي یا پاکستانې طالبان له ډیورند کرښې لرې کوي او د افغانستان نورو سیمو ته یې لیږدوي.

https://p.dw.com/p/4TdV4
د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله
د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پولهانځور: Abdul Basit/AFP

افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي دراني وایي افغان طالبان ټي ټي پي یا پاکستانې طالبان له ډیورنډ کرښې ليرې کوي او د افغانستان نورو سیمو ته یې لیږدوي.

دراني د امریکا غږ سره په یوې مرکې کې ویلي " د افغانستان حکومت (طالبانو) دا اقدام کړی چې اوس په ابتدائي پړاو کې دی. لا وختي ده چې په هکله یې تبصره وشي خو که چیرته د ټي ټي پي غړي په واقعیت کې نورو سیمو ته ولیږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي او مونږ به یې هرکلی وکړو".په افغانستان کي د «په زوره ځای پر ځای کولو»په اړه اندېښنې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني امریکا غږ سره په خپله مرکه کې ویلي، دوی د طالبانو په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان  له مشرانو سره خبرې پیل کړې، خو په وینا یې، دا خبرې تېر کال ځکه بې پایلې وې، چې وسله ‌والو غیر منطقي غوښتنې درلودې.

د دراني دې څرګندونو ته لا تر اوسه افغان طالبانو کوم غبرګون ندی ښودلی.

خیبر پښتونخوا: د ټي ټي پي په برید کې څلور پولیس وژل شوي

ډېر وخت کېږي چي پاکستان د افغان طالبانو پر اداره فشار راوړي چي پر پاکستان دي د افغانستان له خاوري څخه د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخه راوګرځوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله شاوخوا یوه میاشت ترمخه رسنیو ته ویلي ول چي افغان طالبانو یوه داسي طرح وړاندې کړې ده چي د تحریک طالبان غړي به د پاکستان له پولي لېري کوي.

د سیاسي مسایلو شننونکی احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، کوم کسان چي د طالبانو له خوا د افغانستان په شمال کي ځای پرځای کېږي، هم د شمالي وزیرستان کډوال اوهم د پاکستاني طالبانو جنګیالي پکښي سته.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

سعیدي وايي: «د پاکستان دولت طالبانو ته ویلي دي چي که چیري تاسو دوی له دې ځایه ګوښه نه کړی، موږ اړ یوو چي په افغانستان کي د ننه يې قرارګاوي بمبار کړو، چي دا کار به زموږ  او ستاسو د بدنامۍ سبب وګرځي. طالبانو ژمنه کړې ده چي دغه کسان به د پاکستان له بریدونو څخه روزګان، تخار او شمال ته استوي او دا چاره پیل سوې ده.»

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai