1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د سرحدي شخړې په تړاو افغان ديپلومات احضار کړ

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

پاکستان د جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی ديپلومات پاکستان سره په سرحد کې د وروستیو پر له پسي نښتو په تړاو احضار کړ. په دغو نښتو کې شپږ کسان وژل شوي او اسلام آباد ويلي چې دغه ډول پېښې نور نه باید تکرار شي.

https://p.dw.com/p/4L5uq
د آرشیف انځور - په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ
د آرشیف انځور - په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍانځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي تاوتريخوالي له هغه وخته چې طالبان تېرکال پر افغانستان واکمن شوي، ډير شوي دي. په عین حال کې اسلام آباد ادعا کوي چې وسله والې ډلې په پاکستان کې خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي، خو طالبان ېې ردوي.

د فرانسې خبري آژانس د شنبې ورځې رپوټ پر اساس، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې «په اسلام آباد کې يې د افغانستان شارژدافیر د بهرنيو چارو وزارت ته راوغوښتل شو او پاکستان ورته پر پوله د وروستيو غیرقانوني ګوليو اورولو پېښو په اړه چې د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو پر اوښتو منجر شوې، خپله شدیده غندنه انتقال کړه.»

سپين بولدک: د طالبانو او پاکستاني‌ عسکرو نښتې درنه مرګ ژوبله اړولې

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې «د ملکيانو محافظت د دواړو خواو مسئوليت دی او د دغه ډول پېښو له تکرار څخه باید مخنيوی وشي.»

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د يکشنبې په ورځ ويلي وو چې د چمن ښارګوټي ته نژدې د تېرې اوونۍ د پای په «بې دليله ډزو» کې شپږ کسان ووژل شول او له لسو ډير نور ټپیان شول.

هغه وخت په سيمه کې يوه ځايي حکومتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ياد آژانس ته وويل چې دغه نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې افغان ځواکونو هڅه کوله تر څو په سرحد کې د سیمي کټارې يوه برخه قطع کړي.

رپوټونه وايي د چمن سپین بولدک د وروستيو نښتو له کبله په زرونو خلک د پولې دواړو لورو ته بند پاتې ول او سوداګرو ته هم درانه مالي زیانونه واوښتل
رپوټونه وايي د چمن سپین بولدک د وروستيو نښتو له کبله په زرونو خلک د پولې دواړو لورو ته بند پاتې ول او سوداګرو ته هم درانه مالي زیانونه واوښتلانځور: AP Photo/picture alliance

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان د پوځ تر منځ جګړه شوي

د کندهار د والي وياند ويلي وو چې په ډزو کې د طالبانو يو غړی هم وژل شوي او د درو ملکيانو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي، خو نور جزئيات ېې ورنکړل.

وروسته بیا ځايي رسنیو رپوټ ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير خواجه محمد آصف د پاکستان قومي اسامبلې ته وويل چې کابل د پېښې په اړه بخښنه وغوښته. تر دې وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې د چمن سپين بولدک دروازه هم بېرته خلاصه شوه، اما د پنجشنبې په ورځ يو ځل بيا نښته رامنځ ته شوه.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبيح الله مجاهد هم د سپتمبر پر ۱۵مه دوهمه نښته تائيده کړه او پر ټويټر ېې ولیکل چې نښته پاکستاني عسکرو پيل کړه: «متاسفانه چې نن ورځ يو ځل بیا د افغانستان په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو له لورې ډزې شوې او جګړه نښتې.»

د سپین بولدک او چمن ترمنځ دوازه بېرته پرانیستل شوه

مجاهد د ستونزو د حل له پاره پر مذاکراتو ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې «منفي اقدامات او د جګړې له پاره بهانې لټول، د یوه لوري په ګټه هم نه ده.»

پولې ته نژدې یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې په دغو ډزو کې يو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

چمن-سپين بولدک د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه سرحدي لار ده چې ورباندې هره ورځ د سوداګرۍ مالونو ليږد راليږد ترسره کيږي. پر دغه لار هره ورځ په زرونو خلک د پولې دواړو خواو ته د خپلو خپلوانو د ليدو کتو په موخه تګ راتګ کوي او افغان ناروغان پرې پاکستان ته د درملنې له پاره انتقاليږي.

ایا طالبان به د «ټي ټي پي» پر ضد اقدام وکړي؟

تېره میاشت یوه وسله وال کس په چمن کې د پاکستان يو امنيتي ساتونکی په ډزو وواژه، چې له کبله ېې دغه لار د ېوې اوونۍ له پاره وتړل شوه.

روانه میاشت په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې چې د سفارت يو ساتونکی په کې ټپی شو. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دغه حمله د پاکستان د سفير د «وژنې له پاره یوه هڅه» وبلله. طالبانو بيا وروسته اعلان وکړ چې پر سفارت د ډزو عامل ېې نيولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا ردوي چې ګواکې پاکستاني اورپکو ته يې په افغانستان کې ځای ورکړی، خو د اسلام آباد له خوا پر سرحد د ۲۷۰۰ کیلومترو په اوږدو د اغزن تار یا سيمي کټارو درولو په غوسه کړي دي.

کابل ته د حنا رباني سفر؛ پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې، خو اصلي اجندا څه وه؟

په دې منځ کې تېره میاشت د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت څخه حنا رباني کهر په افغانستان کې د طالب چارواکو سره د خبرو اترو له پاره کابل ته تللې وه.

mks/mns(AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل