1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په افغانستان کې د پاکستان حملو کې ۸ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۸, دوشنبه

پر افغانستان واکمنې ادارې ويلي دي چې د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان په هوايي حملو کې اته کسان وژل شوي دي. دوی ويلي دي چې د پاکستان د پوځ د دغو «ناسنجیده» بریدونو ټول قربانیان، ښځې او ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/4drS7
Pakistan Islamabad - Pakistan Air Force Jet bei Militärparade
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Naveed

د فرانسې خبري آژانس د طالبانو د حکومت د ویاند له قوله خبر ورکوي چې دغه حملې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په سرحدي سيمو کې شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د پاکستاني الوتکو په بمباريو کې په پکتیکا ولایت کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان او په خوست کې ۲ ښځې وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې په دواوړو ولایتونو کې یو یو کور هم تخریب شوی دی.

په اعلاميه کې راغلي: «تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانيو الوتکو د پکتيکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمن سيمه کې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو پر کورونو باندې بمبارۍ کړي.»

 په اعلامېه کې زیاته شوې: «د ا.ا.ا. یاد بریدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غیرسنجیده اقدام د افغانستان پر حريم تجاوز او تیری بولي.»

د پاکستان پوځ په دې هکله څه نه دي ويلي، خو د دغه هېواد دوو امنيتي او استخباراتي سرچينو چې خپل نومونه ېې نه دي ښودلي، اسوشتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغو حملو کې د پاکستاني طالبانو مشکوک پټنځایونه په نخښه شوي دي.

 دغو چارواکو په دې هکله ډېر وضاحت نه دی ورکړی او روښانه نه ده چې پاکستانۍ جنګۍ الوتکې د افغانستان په خاوره کې څومره وړاندې تللي دي.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، په شمالي وزيرستان کې د شنبې ورځې حمله په هکله ويلي وو چې غچ به ېې اخلي.

زرداري چې په یاده حمله کې د وژل شوو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو، وویل: «پاکستان تصمیم نیولی چې هغو کسانو سره چې زموږ سرحدونو، کورونو او یا هېواد ته داخلیږي او د ترور مرتکب ګرځي، پرته له دې چې وکتل شي څوک دي او د کوم هېواد دي، شدید چلند کوي.»

له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شوي، د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي شخړې ډېرې شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي سیمې د «تحریک طالبان پاکستان» په څېر وسلوالو ډلو کلک سنګرونه بلل کيږي. که څه هم تحریک طالبان يا پاکستاني طالبان، له افغان طالبانو یوه جلا ډله ده، خو د تېرو دوو لسیزو جګړو کې ېې له دغې ډلې سره مرسته کړې او له يوې مودې راهیسې ېې خپلې حملې په پاکستان کې ډېرې کړي دي.

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري او نور چارواکي د مارچ ۱۶مه د شمالی وزیرستان په ځانمرګي برید کې د وژل شوو پاکستاني سرتېرو د جنازې په مراسمو کې
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري او نور چارواکي د مارچ ۱۶مه د شمالی وزیرستان په ځانمرګي برید کې د وژل شوو پاکستاني سرتېرو د جنازې په مراسمو کې انځور: Inter-Services Public Relations/REUTERS

شننې ښيي چې دغه وسلواله ډله، له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي، په قبايلي سیمو کې لا ځواکمن شوي او د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ېې خپلې حملې ډېرې کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه برابر کړي، خو افغان طالبان دغه ادعاوې ردوي.

د پاکستاني طالبانو یو غړي چې غوښتل ېې نوم ېې افشا نه شي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې پر خوست او پکتیکا شوو حملو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي: «د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې يو کور په نخښه شوی، چې پکې دوې ښځې او ۷ ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.» هغه زیاته کړه: «بمبارۍ د خوست په پسه میله سیمه کې هم تلفات لري.»

طالبانو په ۲۰۲۲م کال کې هم ادعا کړې وه چې پاکستاني چورلکو د افغانستان په سرحدي سیمو کې حملې کړي او ۴۷ کسان ېې وژلي دي.

Mks/nz/Rsh, Af (AP, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب