1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيف دې چلدرن: په سوډان کې ۵۰۰ ماشومان له لوږې مړه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبه

سیف دې چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي چې په سوډان کې د جګړې له پيل راهيسې شاوخوا ۵۰۰ ماشومان له لوږې مړه شوي دي. دغه سازمان وايي په مړه شوو ماشومانو کې شل ېې په یوه دولتي دارالایتام پورې اړوند دي.

https://p.dw.com/p/4VTAb
په سوډان کې له جګړې څخه بې ځایه شوي خلک
په سوډان کې له جګړې څخه بې ځایه شوي خلکانځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د سه شنبې په ورځ وويل له کله نه چې دغه سازمان اړشو چې په سوډان کې خپل د تغذېې ۵۷ مرکزونه وتړي، په خوارځواکۍ ناروغي اخته ۳۱زره ماشومان دغې ناروغۍ او په دې پورې اړوند نورو ناروغیو درملنې ته لاسرسۍ نه لري.

په سوډان کې د دغه سازمان مشر، عارف نور، وايي: «موږ هېڅکله داسې فکر نه کاوه چې په دومره شمېر کې ماشومان دې له لوږې مړه شي، خو دا اوس په سوډان کې يو واقعیت دی.» هغه زیاتوي: «موږ وينو چې په بشپړه توګه د مخنيوي وړ ماشومان له لوږې مړه کیږي.»

ورته نور ولولئ: په سوډان کې اوربند پنځه ورځې غځيدلی دی

سف دې چلدرن وايي یوازې د سوډان په جنوبي ایالت، وایټ نیل، کې په می او جولای میاشتو کې لږ تر لږه ۳۱۶ ماشومان مړه شوي دي. اکثره دغه ماشومان تر ۵ کلنۍ کم ښودل شوي دي.

په سوډان کې د پوځ او یوې نيمه پوځې ډلې ترمنځ د مياشتو میاشتو اختلافات د روان کال د اپریل میاشتې پر ۱۵مه پر وسله والو نښتو واوښتل چې په نتيجه کې ېې پلازمينه خرطوم او نورې ښاري سيمې د خونړیو جګړو شاهدانې دې.

د اسوشيېتيد پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، اکثره ځايي اوسيدونکي د څښاک پاکو اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري او د دغه هېواد روغتیايي سیستم نژدې له سقوط سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوه ویاند په خبره، د سوډان په تاوتريخوالو کې ۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوه ویاند په خبره، د سوډان په تاوتريخوالو کې ۴۰۰۰ کسان مړه شوي ديانځور: Mostafa Saied/REUTERS

ورته نور ولولئ: سوډان: پوځ او رقیبې ډلې پر یو ۷ ورځني اوربند توافق کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوه ویاند په خبره، د سوډان په تاوتريخوالو کې ۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي. خو په سیمه کې فعالان او داکټران بيا وايي چې کېدای شي د تلفاتو ارقام تر دې ډېر لوړ وي.

د شرقي افريقا له پاره د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مشر، مامادو دیان بلد (Mamadou Dian Balde) د یاد سازمان یو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې ۹۴۷زره کسان له سوډان څخه، جنوبي سوډان، ايتوپيا او اريتريا ته مهاجر شوي چې د سرپناو په لټه کې دي او ۳ اعشاريه ۶ ميليونه نور بيا دننه په هېواد کې بې ځایه شوي دي.

ورته نور ولولئ: د سلګونو زرو سوډاني کډوالو په اړه خبرداری

بلد چې د سوډان په وایت نیل ایالت کې ېې خبرې کولې له ګاونډیو هېوادونو، چاد، مصر، جنوبي سوډان، ایتوپيا او د مرکزي افریقا جمهوريت څخه ستاینه وکړه چې خپل سرحدونه ېې له جګړې څخه تښتيدونکو پر مخ پرانیسي پرېښي، خو تر څنګ ېې دا هم وويل چې دوی په وروستيو کې د بېروکراسۍ او د مهاجرو په منلو کې د يو لړ موانعو شاهدان پاتې شوي دي.

بلد د سوډاني مهاجرو له پاره له هیوادونو د مرستې غوښتنه وکړه. سوډاني مهاجرو له پاره د ۵۶۶ میلیون ډالرو اپيل شوی، چې تر اوسه يې ۳۵ سلنه تامین شوي دي.

   (AP)mks/nz