1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليافریقا

د سلګونو زرو سوډاني کډوالو په اړه خبرداری

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ښايي د هغو وګړو شمېر چې د پوځي جګړو له امله له سوډان څخه وځي ۸۶۰ زرو تنو ته ورسېږي. دا ځکه چې یواځي د جګړې په لومړیو دوو اونیو کې څه باندې سل زره کسان تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4QzVZ
آرشیف: د جګړې له ویرې له خپلو کورونو وتلي سوداني کډوال
آرشیف: د جګړې له ویرې له خپلو کورونو وتلي سوداني کډوالانځور: El Tayeb Siddig/REUTERS

په سوډان کې د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواکونو" په نامه د ملېشو تر منځ خونړۍ جګړه د اپریل په نیمایي کې پیل شوه چې د څو واري موقت اوربند سره سره دا جګړه اوس هم په خورا شدت سره راونه ده.

په سوډان کې د وسله والو جګړو له پیل څخه شاوخوا لس ورځې وروسته د جرمني په ګډون نږدې ټولو لویدیځو هېوادونو له دغه افریقایي هېواد څخه خپل وګړي وایستل.

مرستندویه سازمانونو او بنسټونو په جینوا کې له سوډاني وګړو سره د مرسته کوونکو هیوادونو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې د بحران په دوام سره، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۴۴۵ ملیون ډالرو مرستو ته اړتیا ده.

په اوس وخت کې په چاد، جنوبي سوډان، مصر، د مرکزي افریقا جمهوریت او ایتوپیا کې د کډوالو د اوسیدو لپاره اقدامات په اجنډا کې دي.

طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

جګړه د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستندویه عملیاتو مشر په سوډان او شاوخوا هېوادونو کې د بشري وضعیت کړکېچن حالت ناوړه بللی، وايي دا وضعیت به د ټولې سیمې ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

آرشیف: په پلازمینه خرطوم کي د جګړي انځور
آرشیف: په پلازمینه خرطوم کي د جګړي انځورانځور: AFP/Getty Images

د سوډان په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي استازی فولکر پرتس خبرداری ورکړ چې د سوډاني کډوالو څپې به د سیمې د ډیرو هیوادونو بې ثباته وضعیت نور هم له ستونزو سره مخ کړي.

پرتس له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وړاندیز وکړ چې د افریقا په سویل سیمه کې د پام وړ هیوادونه لکه مالي، چاد او نایجریا څخه به ملیشه ځواکونه د جګړي د اړخونود ملاتړ لپاره سوډان ته ننوځي.

د بشري مرستو چپاول

د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې په هغو سیمو کې چې وسله واله جګړه شدیده وي د بشردوستانه مرستو رسول تقریبا ناشوني کار دی ځکه هغه مواد چې د دې سازمان شریکان یې د ویشلو اراده لري تر ډیره د وسله والو کسانو لخوا غلا یا ویجاړیږي.

د سوډان د روغتیا وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په وروستیو وسله والو جګړو کې شاوخوا ۵۳۰ کسان وژل شوي او تر ۴۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

کارپوهان په دې باور دي چې په سوډان کې د وژل شویو او ټپیانو اصلي شمېره تر دې ډېره لوړه ده، ځکه چې خپلواک بنسټونه په ټولو سیمو کې د شتون امکان نلري.