1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

په سوډان کې اوربند پنځه ورځې غځيدلی دی

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

په سوډان کې ښکيلې خواوې د اوسني اوربند پای ته رسېدو څو ساعته مخکې د هغه پر غځولو سره سلا شوي دي. که څه هم چې په دې وروستيو کې وخت نا وخته نښتې هم کيدلې، خو د بشري مرستو رسولو امکان يې درلود.

https://p.dw.com/p/4RxT8
د خرطوم اوسيدونکي ځان ته اوبو برابروي
د خرطوم اوسيدونکي ځان ته اوبو برابرويانځور: Marwan Ali/AP/picture alliance

سعودي عربستان او امريکا متحده ایالات چې په دې شخړه کې منځګړيتوب کوي ويلي دي چې د مخکني اوربند پر اساس چې د دوشنبې تر ماښامه یې دوام وکړ، کابو دوه ميليونه انسانانو ته یې د مرستې رسول ممکن کړل.

زياته شوې چې د اوربند غځېدل د نورو بشري مرستو او د اوږد مهاله اوربند په اړه د خبرو اترو له پاره زمینه بايد برابره کړي. د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام ويلي دي چې دوی د شنبې په ورځ وکولی شول په پلازمېنه خرطوم کې د خوراکي توکو په ويش لاس پورې کړي او په زرونو انسانانو ته یې مرسته رسولې ده.

اړونده موضوع:سوډان: پوځ او رقیبې ډلې پر یو ۷ ورځني اوربند توافق کړی

په خرطوم کې د يوې اونۍ اوربند په ترڅ کې چې د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېد، يو ځل بيا سختې نښتې وشوې. ځايي اوسيدونکو د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو (آر اس اف) ترمنځ د شديدو دوامدارو نښتو رپوټ ورکړی دی.

په خرطوم کې لوټل شوی او تخريب شوی د تېلو ټانک
په خرطوم کې لوټل شوی او تخريب شوی د تېلو ټانکانځور: AFP/Getty Images

دواړو خواو کابو دوې اونۍ ترمخه پر يوه اونۍ اوربند توافق کړی وو چې امريکا او سعودي عربستان یې څارنه کوي. خو دواړو هيوادونو د يکشنبې په ورځ پر پوځ او آر اف اس – ملیشو له اوربند څخه د سرغړونې تور لګولی دی.

اړونده موضوع: طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

د منځګړو هيوادونو له خوا ويل شوي چې ښکيلو اړخونو په دې توګه مرستو ته او همدا راز د مخابراتو په څېر مهمو خدمات ته د لاس رسي مخه نيولې وه.

تر ۱۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او يو ميليون بې ځایه شوي

د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان د پوځ او د هغه د پخواني مرستيال محمد حمدان دقلو د ملیشو ترمنځ په اپريل مياشت کې نښتې پېل شوې.

د «اکليد» غير دولتي مرستنيدويه ټولنې د معلوماتو په حواله د نښتو له پېل راهېسې تر ۱۸۰۰ ډېر انسانان وژل شوي دي.

اړونده موضوع: د سلګونو زرو سوډاني کډوالو په اړه خبرداری

د ملګرو ملتونو په حواله په دې منځ کې په سوډان کې تر يو ميليون ډېر انسانان بې ځایه شوي دي چې له دې څخه کابو ۳۵۰ زره اړ شوي نورو هېوادونو ته وتښتي. د نښتو له پېل راهيسې څو ځلي اوربند اعلان شوی وو خو دغه اوربند نه دی مراعت شوی.

ب. ص/ خ. ح (rtr, afp, dpa)

زموز له آرشيف څخه: