1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

سوډان: د پوځ او رقیبې ډلې تر منځ اوربند شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د سوډان پوځ د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې له خپلې رقيبې پوځي ډلې (RSF) سره يې پر یو اوه ورځني اوربند توافق کړی دی. د سوډان روانه جګړه کې له ۷۰۰ ډير کسان وژل شوي او له ۵زرو ډير ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4RdHs
د سوډان په ۶ اووني جګړو کې له ۷۰۰ ډير کسان وژل شوي او له ۷۰۰۰ ډیر نور ټپيان شوي دي - انځور د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۱۶مه د سوډان پوځ
د سوډان په ۶ اووني جګړو کې له ۷۰۰ ډير کسان وژل شوي او له ۷۰۰۰ ډیر نور ټپيان شوي دي - انځور د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۱۶مه د سوډان پوځانځور: AFP via Getty Images

د رويټرز د رپوټ پر اساس، د سوډان پوځ ويلي دي چې دغه اوربند د ملکیانو او روغتونونو د حفاظت موضوع ګانو پورې محدود دی، نه د سیاسي مسائيلو د حل له پاره.

د پوځ وياند چې په یوه اعلاميه کې چې پر خپله فیسبوک پاڼه ېې خپره کړې، ويلي دي: «ستاسو وسله وال ځواکونه د هوکړه ليک موادو ته خپله ژمنتيا اعلانوي او هیله ده چې د مليشو شورشي ډله هم ورته اقدام وکړي» چې اشاره ېې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ته ده.

ورته نور ولولئ:سعودي او امریکا د سوډان په شخړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي

امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان هم په یوه ګډه اعلامیه کې چې د امریکا خارجه وزارت خپره کړې، د شنبې په ورځ ناوخته د یو ۷ ورځني اوربند د تړون لاسليکول تائيد کړي دي. چارواکو ويلي چې اوربند به تر توافق ۴۸ ساعته وروسته یعنې د دوشنبې ورځې په ماښام، د خرطوم په وخت، په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو په اجرا کې راشي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې «يوه مسئله روښانه ده چې ښکيلو خواو تر دې مخکې هم د اوربندونو اعلانونه کړي، خو بیا رعایت شوي نه دي.»

ورته نور ولولئ:سوډان: ښکېلو خواوو ملکيانو ته د بشري مرستو پر رسولو توافق کړی

په سوډان کې د پوځ او د پوځ د رقيبي ډلې، د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه په خپلې شپږمه اوونۍ کې ده. دغه جګړه چې د اپریل میاشت په نيمايي کې پیل شوې، د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو پر اساس، په کې لږ تر لږه ۷۰۵ تنه وژل شوي ۵۲۸۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

 (Reuters)mks/mns

او دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: