1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

رپوټ: تهران ته نزدې پوځي اډو کې نوي تاسیسات لیدل شوي

۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

رویټرز خبري آژانس ویلي دي چې د سپوږمکیو په وسیله اخیستل شويو انځورونو کې ښکاري چې تهران ته نزدې په دوو پوځي اډو کې د توغندیو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/4i3FL
Satellitenbild | Iran baut Raketenproduktion aus
د مصنوعي سپوږمکیو په وسیله اخیستل شوی انځورانځور: Planet Labs PBC/REUTERS

رویټرز خبري آژانس په خپل یوه ځانګړي رپوټ کې د سپوږمکیو په وسیله د ایران د دوو نظامي اډو څخه په دې وروستیو کې اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي.

دغه انځورونه تهران ته نږدې د سپاه پاسداران په دوو کلیدي اډو کې د بالستیک توغندیو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی ښيې. دغه انځورونه امریکایي کارپوهانو ارزولي دي او پایلې یې د درو ایراني لوړپوړو چارواکو له خوا تائید شوي دي.

د پلانټ لبز(Planet Labs) شرکت له خوا د روان کال په مارچ میاشت کې د مدرس نظامي اډې څخه او په اپریل کې بیا د خجیر توغندیو د تولید له کمپلکس څخه اخیستل شوي انځورونه، په دغو دوو پوځي اډو کې تر ۳۰ ډیر نوي ساختمانونه ښکاره کوي.

رویټرز وایي چې د دغو اډو پراخوالي د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د ایران او روسیې د موافقې په تعقیب صورت نیولی دی چې ایران موافقه کړې وه چې روسیې ته توغندي په اختیار کې ورکوي، څو د اوکراین په جګړه کې ترې استفاده وکړي.

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

د امریکایي چارواکو په وینا تهران همدرانګه په یمن کې حوثي یاغیانو او د لبنان حزب الله ته چې دواړه د اسرائیل پر وړاندې د ایران له ملاتړ څخه د برخمن «مقاومت محور» پورې اړه لري، توغندي ورکوي.

د ایراني چارواکو تائید

کارپوهان وایي چې ایران اوس په منځني ختیځ کې تر ټولو ډیرې وسلې لري. اټکل کیږي چې ایران تر ۳۰۰۰ ډیر داسې توغندي لري چې د دودیز او اټومي سرګولولو د لیږد له پاره طراحي شوي دي.

درو لوړپوړو ایراني چارواکو چې د نوم پټ ساتل کیدو په شرط يې تائیده کړې ده چې د مدرس او خجیر اډو ته د بالستیک توغندیو د تولید زیاتولو په خاطر پراختیا ورکړل شوې ده.

له هغوی څخه يوه يې ویلي دي چې د نوو ساختمانونو یوه برخه همدارنګه د بې پيلوټه الوتکو د تولید دوه برابره کولو امکانات برابروي.

رویټرز خبري آژانس د روان کال په فیبرورۍ مياشت کې رپوټ ورکړی وو چې ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته توغول کیدونکي بالستیک توغندي استولي دي چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې ترې استفاده وکړي. خو ایران روسیې ته د دغو وسلو د لیږد خبر ردوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب