1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

کاناډا د ایران سپاه پاسداران یو ترهگر سازمان اعلان کړ

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

د کاناډا حکومت د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سازمان د ترهگري سازمانونو په نوملړ کی شامل کړ او له کاناډایي اتباغو څخه یې وغوښتل چې د ایران اسلامي جمهوریت پریږدي.

https://p.dw.com/p/4hHfD
Symbolbild Irans islamische Revolutionsgarde
انځور: sobheqazvin

د کاناډا د عمومي امنیت وزیر، دومینیک لوبلانک د چارشنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جون ۱۹ نېټه) په اوټاوا کي د یوه کنفرانس په ترڅ کي د یوه ترهگري سازمان په توگه د سپاه پاسداران له درجه بندۍ څخه خبر ورکړ.

په دغې درجه بندۍ سره د سپاه پاسداران غړي نور کاناډا ته د سفر کولو اجازه نلري او کاناډایان د سپاه پاسداران له غړو سره له تجارت کولو منع کیږي. په کاناډا کي به د سپاه پاسداران او د هغه په غړو پوري مربوط  ملکیتونه ضبط سي.

لوبلانک د تهران مشرتابه « له ترهگرۍ څخه په ملاتړ» تورنه کړه. هغه زیاته کړه چي سربیره پردې، د تهران مشرتابه په وار وار سره په ايران او له ايران څخه دباندې «بشري حقونه له پامه غورځولي»او د هغه نظم د بې ثباته کولو لپاره يې اراده ښودلې چې پر نړيوالو اصولو بنا دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیري، مېلاني جولي په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي هیواد یې  له کلونو راهیسي، له ایران سره خپلي ډیپلوماټیکی اړیکی ځڼدولي دي. په وينا يې له همدې کبله کاناډایانو ته سپارښتنه کیږي چی دغه هیواد ته سفر ونکړي. جولي هغو کسانو ته چی په ایران کي دي ، ویلي چي « د دې وخت رارسیدلی چی خپل هیواد ته ستانه سي.»

د کاناډا د ترهگري سازمانونو په نوملړ کی د القاعده د شبکې، په افغانستان کی د طالب واکمنانو او په لبنان کی دحزب الله شیعه ملیشو په شمول څه نا څه ۸۰ سازمانونه شامل دي. همدارنگه د قدس ځواک چې د ایران د سپاه پاسداران یو نخبه واحد دی، پخوا لا په دغه نوملړ کی شامل سوی دی.

د کاناډا د لومړي وزير جاستین ترودو حکومت له ډیر وخت راهیسي په دې هکله چي سپاه پاسداران په تور لیست کي شامل کړي، زړه نازړه وو. داسي ملاحظه موجوده وه چی دغه سازمان ډیر غټ دی او داسي یو اقدام کولای سي د ایران د حکومت پر هغو ایراني منتقدینو منفي اغیز وکړي چی په کاناډا کي ژوند کوي.

سربیره پردې په ایران کی د ۲۰۲۰ م کال په جنورۍ کی د راغورځول سوي  مسافر وړونکو الوتکې د قربانیانو خپلوانو هم د دغه ډول یوه اقدام له پاره فشارونه راوستل. په ياده پیښه کی د دغې الوتکې چي له ایران څخه یې پرواز کړی وو،  ټول پرسونل او ۱۷۶ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ چي ۸۵ تنه یې  کاناډایان او یا هم د دغه هیواد د دایمي اقامې درلودونکي ول. د ایراني سرچینو په حواله، پر الوتکي باندي د توغندي برید په ناپامۍ کی ترسره سو. تیره میاشت د کاناډا پارلمان بلاخره د ترهگري سازمانونو لیست ته د سپاه پاسداران اضافه کولو ته رایه ورکړه.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۹ م کال په اپریل کي دایران سپاه پاسداران د ترهگري سازمانونو په فهرست کي شامل کړ. اروپایي ټولني پر سپاه پاسداران باندي، روسیې  او په منځني ختیځ کي خپلو متحدو ډلو ته د بې پیلوټه الوتکو د استولو په دلیل ځیني بندیزونه وضع کړي دي.

آيا روسيه به طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ليرې کړي؟

(AFP) GP/AA