1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

ایران ته د روسي پرمختللو وسلو لیږد په اړه د اسرائیل اندېښنه

۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبه

د اسرائیل د استخباراتي سازمان (موساد) د مشر په خبره ممکن روسیه ایران ته پرمختللي وسلې په اختیار کې ورکړي، داسې وسلې چې کولی شي د اسرائیل امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/4WBGG
Israel | Chef des israelischen Auslandsgeheimdiensts | David Barnea
انځور: GIL COHEN-MAGEN/AFP

د اسرائیلد بهرني استخباراتي ادارې (موساد) مشر ډیویډ بارنئا، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د سپټمبر ۱۰ نیټه) د راېشمان په پوهنتون کې د وینا پر مهال څرگنده کړه، اسرائیل انديښنه لري چې کیدای شي روسیه ایران ته پرمختللې وسلې ورکړي چې احتمال لري د اسرائیلو امنیت په خطر کې واچوي.

د بلومبرگ خبري آژانس د «باخبره سرچینو» په حواله رپوټ ورکړی دی چې ایران د روسیې د هوایي دفاع د پرمختللو وسلو د خریدارۍ په هڅه کې دی.

د اسرائیل په باور دغه پر مختللي وسلې به د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د هوایي بریدونو د مقابلې له پاره اغیزمن عامل وي. روسیې تر اوسه پورې پر ایران د «اس ۴۰۰» هوایې دفاع وسلو د پلورلو په هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.

بارنئا چې د رایشمان په پوهنتون کې له ترهگرۍ سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې یې وینا کوله همدارنگه وویل چې ایران اراده لري چې په اوکراین کې د روسیې په جگړه کې د کارول شوو بې پیلوته الوتکو سربیره د لنډ او اوږد واټن توغندي روسیې ته واستوي.

روسیې پر اوکراین د نظامي تیري په جریان کې چې د تیر کال په فیبرورۍ کې پیل شوی، د ایران ساخت له شاهد۱۳۶ ډوله ډیرو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.  

لویدیځو چارواکو په تیرو څو میاشتو کې له دې احتمال خبره کړې وه چې مسکو د اوکراین په جگړه کې د استفادې کولو له پاره له ایران څخه د سلگونوبې پیلوټه الوتکو د ترلاسه کولو، او ایران ته د پرمختللو الوتکو د ورکولو په لټه کې دی.

روسیې ته د سوخو-۳۵ ډوله پر مختللو جنگي الوتکو د فرمایش ورکول کیدو او زر یې ایران ته د سپارل کیدو گونگوسې لا تیر کال مطرحې وې، که څه هم تر اوسه پورې د دې کار د ترسره کیدو خبر نه ورکړل شوی.

د دې سربیره د تسنیم خبري آژانس د سپټمبر په ۱۱ نیټه د ایراني پوځ د عمومي اړیکو په نقل رپوټ ورکړی وو، د روسیې یو شمیر یاک ۱۳۰ ډوله روزنیزې الوتکې ایران ته رسیدلي دي.

سپاه پاسداران ته نږدې دغې رسنۍ په خپل رپوټ کې لیکلي وو: «د یاک ۱۳۰ ماډل روزنیزې الوتکې د پیلوټانو د استفادې له پاره کارول کیږي چې ټاکل شوې ده د ایران د هوایي ځواکونو د نوي نسل له جنگي الوتکو سره یوځای پرواز وکړي.»

د موساد مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې اسرائیلاو متحدین یې د تیر کال په اوږدو کې وتوانیدل چې په اروپا، افریقا، سویل ختيځه اسیا او سویلي امریکا کې د اسرائیلي اتباعو پر ضد ۲۷ حملې خنثی کړي؛ هغه بریدونه چې د نوموړي په وینا د ایران له خوا تنظیم او پلان شوي وو.

بارنئا په دې برخه کې خبرداری وکړ، که یهودان او اسرائیلیان د ایران له خوا په نښه کړای شول او زیان وویني، د دغو بریدونو عاملین او مسئولین به «د ایران د خاورې په عمق او د تهران په زړه کې» په نښه کړای شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص