1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسیې تیره شپه د اوکراین ۱۱۴ ډرون بریدونه خنثی کړي دي

۱۴۰۳ تیر ۱, جمعه

د روسیې له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم د جمعې په شپه د اوکراین له خوا د ۱۱۴ توغول شوو ډرونونو یا بې پيلوټه الوتکو بریدونه خنثی کړي دي. په دغو بریدونو کې یوازې یو کس وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4hLMy
Russland Gebäude des Verteidigungsministeriums in Moskau
په مسکو کې د روسیې دفاع وزارت ودانۍانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

په مسکو کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم د کریمیا او تورې بحیرې دپاسه ۷۰ بې پيلوټه الوتکې کشف او خنثی کړي دي. د دغه وزارت په حواله ۴۳ نور ډرونونه د کراسنودار او یو د ولګوګراد د سیمو په فضاء کې خنثی شوي دي.

د کراسنودار سیمې والي وینیامین کوندراتیو ویلي دي چې په دې پيښه کې یو تن وژل شوی دی. کوندراتیو د انلاین خدماتو په تلګرام شبکه کې ویلي دي چې د یوژني اورګاډي تمځای ته نږدې د مرکز ګرمۍ سیستم یو کارمند پر دې دستګاه د ډرون د لګیدو له کبله وژل شوی دی.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

همدارنګه د سیورسکای په سیمه کې د نفتو د تصفیې څو اداري ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. تر دوو د ډیرو کلونو راهیسې اوکراین د روسیې له یرغلیزو بریدونو سره مخامخ دی.

روسیه په دوامداره توګه داوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي. د اوکراین د انرژۍ پر زیربناو د روسیې توغندیز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د بریښنا او انرژۍ د قطع کیدو سبب شوی دی.

په دې وروستیو کې د بريښنا د شدید کمښت له کبله کیف دې ته اړ شو چې له اروپایي اتحادیي څخه بريښنا را وارده کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب