1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين پوځ: روسیې پر کیف باندې هوايي بريد کړی

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د چهار شنبې په سهار په داسې حال کې په پلازمېنه کیف کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي چې په ټول هېواد کې د هوايي بريدونو خبرداری ورکړل شوی وو. اوکراين ويلي دي چې د روسيې څو توغندي او ډرونونه یې ويشتلي دي.

https://p.dw.com/p/4gwSR
پر پلازمينه کيف باندې د روسیې د هوایي بريد په اړه خبر ورکړل شوی
پر پلازمينه کيف باندې د روسیې د هوایي بريد په اړه خبر ورکړل شویانځور: Gleb Garanich/REUTERS

د اوکراين پوځ د تليګرام له لارې خبر ورکړی دی چې روسیې د چهار شنبې په سهار وختي پر کيف باندې هوايي بريد کړی دی.

د پوځ له خوا زياته شوې ده چې د اوکراين دافع هوا سیسټمونو دغه بريدونه دفع کړي دي.

د دويچه ویله خبريالې ايمانويله چاز، په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په کيف کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر نيمې شپې وروسته په ټول هېواد کې د هوايي بريدونو څخه د خبرداري غږونه واورېدل شول.

اوکراين د روسیې ټول ډرونونه را اچولي

د اوکراين دفاعي هوايي ځواک ويلي دي چې د روسیې له لوري د شپې له فېر شويو شپږو توغنديو څخه یې پنځه توغندي او همدا راز ټولې بې پېلوټه الوتکې ويشتلي او را اچولي دي.

د اوکراين د هوايي ځواک قومندان ماېکولا اولېشچوک، وويل چې د پلازمينې په هدف توغول شوي ټول پنځه راکټونه چې هايپرسونېک يا له غږ چټک کنزال میزايل هم پکې شامل دی، را اچولي دي. خو پوځ زياته کړې ده چې يو سکندر بالستيک میزايل د هېواد په جنوبي برخه کې لګېدلی دی.

په پلازمينه کیف کې د دوو ساعتونو په ترڅ کې دوه وارې د هوایي بريد د خبرداري غږونه واورېدل شول.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

له ښاره دباندې د يوې صنعتي ساحې په ګډون په څو ځايونو کې د راکټونو د ټوټو او ملبې له کبله اورونه لګيدلي دي. ويل شوي دي چې همدا راز د تيلو يوه پمپ، يو شمير ګراجونو او يوې شخصي ودانۍ ته زيان اوښتی دی. 

د سیمې يوه حکومتي چارواکي د يوه کس د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.

رپوټ: امريکا به اوکراين ته د هوايي دفاع پاتريوت سيسټم هم ورکړي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې او اسوشيېتيد پريس خبري آژانس د يوه چارواکي له قوله رپوټ ورکړی دی چې امريکا متحده ایالات به اوکراين ته يو بل پاتريوت سیسټم ورکړي.

دغه چارواکي زياته کړې ده چې ولسمشر جو بایدن، د پاتريوت سیسټم د انتقال اجازه ورکړې ده خو په دې هکله لا رسمي اعلان نه دی شوی.

دا به د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ کې پر اوکراين د روسیې له يرغل راهېسې د امريکا له خوا د پاتريتوب میزايل دویم سیسټم وي چې اوکراین ته ورکول کیږي. 

د نيويارک ټایمز د رپوټ په حواله به دا سیسټم له پولنډ څخه انتقال شي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د اوکراين د جګړې په لومړۍ کرښه کې نصب شي.

تېره مياشت د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د امريکا جوړ پاتريوت سیسټمونو د ورکړې غوښتنه کړې وه او استدلال یې درلود چې دغه سیسټم به یې له ځواکونو سره د هغو ۳۰۰۰ بمونو په مقابل کې مرسته وکړي چې د نوموړي په حواله یې روسیه هره مياشت د دغه هېواد پر وړاندې کاروي.

د آلمان د دفاع وزير بورس پيستوريوس، هم اعلان کړی دی چې هېواد به یې د دنمارک، هالند او ناروې سره په شريکه اوکراین ته نور سل پاتريوت دافع هوا میزايل ورکړي.

نوموړي دا اعلان د سه شنبې په ورځ برلين ته د ولسمشر زيلنسکي، د سفر پر وخت وکړ. زيلنسکي د اوکراين د بيارغاونې په يوه کنفرانس کې د ګدون په موخه آلمان ته راغلی وو.

آلمان تر امريکا متحده ایالاتو وروسته دويم او په اروپا کې هغه هېواد دی چې له اوکراين سره تر ټولو ډېره مرسته کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب