1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکرایني چارواکي: د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۷ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۱, شنبه

د اوکرایني چارواکو په وینا د دغه هیواد په ختیځ خارکیف ښار کې د تیلو پر یوه پمپ د روسیې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4cFQo
Ukraine, Charkiw | Russischer Angriff
په خارکیف ښار کې د تیلو پر یوه پمپ د روسیې د بې پيلوټه الوتکې له برید وروسته انځور: Andrii Marienko/AP/picture alliance

اوکرایني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ تنه وژل شوي دي. د خارکوف والي اولګ سینګوبوف، د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰ نیټه) د تلګرام په انلاین شبکه کې لیکلي دي چې په وژل شوو کې دوه ماشومان چې یو یې څلور او بل یې اووه کلن ول او ترڅنګ یې یو شپږ میاشتنې نوی زیږدلی ماشوم هم شامل ول.

د خارکیف د ښاروال ایهور ترخوف په وینا د ایران ساخت شاهد بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې سوزیدونکو موادو شا او خوا نږدې کورونو ته سرایت کړې چې له امله یې باید لږ تر لږه ۵۰ کسان له خپلو کورونو څخه تخلیه یا ایستل شوي وای. ۱۴ کورونه اور سوځولي دي.

د خارکوف څارنوال الکساندر فیلاچکوف، ویلي چې درو بې پیلوټه الوتکو پر نیمیشلیانسکي سیمي برید وکړ او بنسټیزې زیربناوې یې ویجاړې کړلې. فیلاچکوف وویل: «په ډیره اندازه سوون مواد موجود ول او له همدې امله یې د زیان اړولو کچه هم لوړه وه.»

د اوکرایني چارواکو په حواله تیره شپه روسیې په دې سیمه کې یو لړ بریدونه وکړل. د سیمې د والي سینګوبوف په خبره په دغو بریدونو کې یوه کېفې یا قهوه خانه هم په نښه کړای شوې ده.  

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟