1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راشد خان: داسې الفاظ نه لرم چې خپل احساسات بیان کړم

۱۴۰۳ تیر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان له بنګله دیش څخه د لوبې تر ګتلو وروسته وویل چې هڅه به کوي چې لوبډله په نیمه پای لوبه کې هم ښه وځلیږي. افغانستان په لومړي ځل د ۲۰ اوریز جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

https://p.dw.com/p/4hScE
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خانانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په یوه زړه پورې لوبه کې افغانستان بنګله دیش ته د ډي ال اس میتود له مخې په ۸ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه. دا د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې لومړی وار دی چې لوبډله یې د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته رسیږي. افغانستان به د جون په ۲۷مه له سویلي افریقا سره خپل بخت ازمایي. په همدغه نېټه به بله لوبه د هند او انګلستان ترمنځ وي او دوې ګټونکې لوبې به د روان شل اوریز نړیوال جام پای لوبې ته وځي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ډیر شمیر افغانانو او د کریکټ مینه والو د افغانستان دغه بریا ستایلې ده. په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر شمیر افغانانو د خپلې خوښۍ هغه شیبې شریکې کړي دي چې د افغانستان تر بریا وروسته یې لمانځي.

افغانستان د ټاس تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په نننۍ لوبه کې افغان بالرانو په ښې توپ اچونې سره وکولی شول چې د دغه نسبتا کم هدف څخه دفاع وکړي. نوین الحق او لوبډلمشر راشد خان هر یوه د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او نوین الحق بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو. د بنګله دیش ټوله لوبډله تر ۱۰۵ منډو جوړولو وروسته وسوځیده.

زموږ له آرشيف څخه:

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب