1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

کرېکټ: امريکا له پاکستانه لوبه وګټله؛ څارونکي څه وايي؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۸, جمعه

د کرېکټ شل اوریز نړيوال جام په يوه ګروپي لوبه کې پرون د امريکا لوبډلې چې يوه نوې لوبډله ده، د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه. د کرېکټ پخوانيو لوبغاړو، شنونکو او د کرېکټ مينه والو د پاکستان پر ماته حيرانتيا څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4glbo
امريکا د کرېکټ په نړيوال جام سياليو ګروپي لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه
امريکا د کرېکټ په نړيوال جام سياليو ګروپي لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړهانځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

د دالاس په «Grand Prairie Stadium» کې د پنجشنبې ورځې د لوبې پايله تر اوسه د دې سياليو تر ټولو ستره حيرانوونکې پايله ده. 

د پاکستان توپ وهونکو په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹منډې جوړې کړې وې چې په ځواب کې یې د امريکا متحده ایالاتو لوبډلې د لوبې په وروستي بال د څلوريزې په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

د مساوي کيدو په پایله کې لوبه «سوپر اوور» ته وغځيده چې په ترڅ کې یې امريکا په ډېري آسانۍ سره پاکستان مات کړ.

په سوپر اوور کې امريکا لومړی لوبه وکړه او په يوه اوور کې یې ۱۸ منډې جوړې کړې چې پاکستان بيا دې هدف ته په رسېدو ونه توانید. امريکا تر دې بريا وروسته په ګروپ کې لومړی مقام نيولی دی. دغي لوبډلې د جون مياشتې پر دويمه نېټه د سياليو په پرانيستونکې لوبه کې کاناډا هم ماته کړې. پاکستان به اوس خپله بله لوبه د جون پر ۹ له هند سره کوي.

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پر دې ماتې چې د ۲۰۲۲م کال د کرېکټ د شل اوریز جام نيمه پای لوبې ته وتلی وو او په ۲۰۰۹م کال کې یې دغه اتلولي خپله کړې وه، د کرېکټ پخوانيو لوبغاړو، د کرېکټ د برخې کارپوهانو او عامو مینه والو حيرانتيا او همدا شان ناهيلي څرګنده کړې ده. دوی د ماتې مسئوليت د پاکستان پر لوبډلمشر بابر اعظم، ور اچوي.

«نااميده کوونکې او د خواشينې وړ»

د پاکستان پخواني چټک توپ اچووونکي شعيب اختر، د پاکستان لوبډلې پر شکست د غبرګون په ترڅ کې وويل چې دا د پاکستان له پاره يوه مایوسه کوونکې ماتې ده. هغه وويل چې له امريکا په ماتې خوړولو سره موږ د ۱۹۹۹م کال په نړيوال جام کې د بنګله ديش څخه د ماتې تاريخ تکرار کړ.

شعيب اختر، زياته کړې: «له بده مرغه پاکستان د بريا حقدار هم نه وو. علت یې دا دی چې امريکا ډېره ښه لوبه وکړه. او تل [د لوبې په ترڅ کې] په مخکښ دريځ کې وه.»

د کرېکټ پخواني لوبغاړي وسيم جعفر، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې په يوه پوست کې ليکلي چې «ما فکر کاوه چې لوبه د پاکستان او امريکا ترمنځ روانه ده، خو د لوبې پایله د Panicstan [وار خطايي] او امريکا وه.»

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

د کرېکټ پخواني هندي لوبغاړي ويريندر سهواګ، دا د امريکا د کرېکټ له پاره يوه شانداره بريا وبلله.

د هند يوه بل پخواني لوبغاړي محمد کيف، وويل چې د لوبې له پايلې سره د شل اوریز نړيوال جام سيالي نوره هم په زړه پورې شوې ده: «چا به فکر کړی وو چې امريکا به پاکستان ته ماته ورکړي خو په دې کې هیڅ شک نشته چې بريا تل د ښې لوبډلې په برخه کیږي.» عرفان پټهان، بيا د نوي تاريخ له جوړيدو څخه خبره وکړه.

«د امريکا توطئه»

د کرېکټ پاکستاني مینه والو د پاکستان د لوبډلې پر ماته ناهيلي څرګنده کړه ده او د ټیم کارګردګي یې د افسوس وړ بللې ده. يوه مينه وال په ژړغوني غږ کې وويل: «موږ خو پاکستان ته [لوبډلي ته] په خپل زړه کې ځای ورکړی دی، خو دوی زموږ زړه مات کړ. تر کومه به په دې ډول زموږ زړونه ماتوي.»

ځینو پر لوبډله له طنزه ډکې تبصرې کړي دي. مشهور پاکستاني ژورناليست او د پاکستان د کرېکټ بورډ پخواني مشر نجم سيټهي، د ايکس شبکې له لارې ويلي: «د امريکا يوه بله توطئه هم بريالۍ شوه!»

د ایکس شبکې يوه کاروونکي ليکلي: «پاکستان د هرې ممکنه لارې د امريکا د پور پريکولو هڅه کوي.»

شل اوریز نړيوال جام: د شاداب خان پر سوځيدو د امريکايي لوبغاړو خوښي
د شاداب خان پر سوځيدو د امريکايي لوبغاړو خوښيانځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

هيچا هم دا انتظار نه درلود چې پاکستان به د امريکا له لوبډلې چې يوه نوې او بې تجربې لوبډله ده، ماته وخوري. په دې ګروپ کې نورې شاملې لوبډلې د کاناډا او ایرلند دي. خو له امريکا څخه ماتې د پاکستان له پاره وضعيت پيچلی کړی دی ځکه له يوه ګروپ څخه يوازې دوې لوبډلې د اته غوره لوبډلو دريځ يا مقام ته ځان رسولی شي.

بابر اعظم څه وويل؟

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم، چې له ماتې سخت مایوسه دی، وايي: «موږ له فرصته څخه ګټه پورته نه کړای شوه خو هغوی [امريکايانو] له فرصت څخه استفاده وکړه. د توپ وهنې په برخه کې سړی باید پارټنرز شپ يا ملګرتيا جوړه کړي خو موږ داسې ونه شو کړای.»

نوموړي وويل چې «امريکايان د بريا مستحق ول، ځکه چې ښه لوبه یې وکړه. هغوی د لوبو په ټولو برخو کې تر موږ ډېر ښه ول.»

بابر اعظم، هيله څرګنده کړې ده چې په راتلونکو لوبو کې به وضعيت له دې مختلف وي: «اوس لا د ټورنامنټ لومړۍ لوبې دي او موږ به ورته هرو مرو بيرته راستنېږو.»

د امريکا د لوبډلې کپتان مونانک پټيل، چې په خټه هندوستانی دی، دا يوه ستره کاميابي بللې ده. هغه وويل: «پاکستان ته ماتې ورکول زموږ له پاره ستر برباليتوب دی. موږ په لومړي ځل لوبې کوو او څرنګه لوبه مو چې وکړه پرې وياړو.»

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)

زموږ له آرشيف څخه:

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب