1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتامریکا متحده ایالات

د کرېکټ شل اوریز نړيوال جام سيالۍ ولې په امريکا کې کیږي؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

په امريکا کې امريکايي فوټبال، باسکیټبال او بېسبال مشهورې او مجبوبې لوبې دي. نو ولې دغه هېواد د کرېکټ د نړيوال جام سياليو کوربتوب کوي؟ او دا په امريکا کې د دې سپورټ له پاره په څه معنا ده؟

https://p.dw.com/p/4gUwH
مونانک پټيل چې په هند کې زيږيدلی، د امريکا د کرېکټ لوبډلې مشر دی
مونانک پټيل چې په هند کې زيږيدلی، د امريکا د کرېکټ لوبډلې مشر دیانځور: Robert Cianflone/Getty Images

ولې امريکا د کرېکټ د نړيوال جام سياليو کوربتوب کوي؟

په ۲۰۲۱م کال کې امريکا متحده ایالات د کرېکټ د لنډ فارمېټ شل اوریز نړيوال جام سياليو د ګډ کوربه په توګه غوره شو. د شل اوریزو لوبو دې سياليو له ټولټال ۵۵ لوبو څخه به ۱۶ په امريکا کې وي چې په فلوريدا، نیويارک او تیکساس کې به ترسره شي.

د امريکا د کرېکټ لوبډله به د جون په دويمه نیټه يعني د تورنامنت يا سياليو د پېل په ورځ له کاناډا سره ولوبيږي. د جون پر ۲۹مه نيټه د پای لوبې په ګډون به نورې لوبې په ويست اندیز کې ترسره شي چې د کرېکټ د لوبې ډېره اوږده سابقه لري.

 د کرېکټ شل اوریزو سياليو يا  (T20) د دې لوبې له پاره نوي تجارتي افقونه پرانيستي او په امريکا کې یې تازه پښه ټينګه کړې ده.

د امريکا متحده ايالات د کرېکټ مشر پاراګ ماراتهي، وويل چې د کرېکټ نړيوالې شورا «امريکا متحده ايالات د ودې د ستراتيژيک بازار په توګه پيژندلي چې د ټولې نړۍ کرېکټ ته به ګټه ورسوي» او کورنۍ لوبې ته به هم وده ورکړي.

د کرېکټ د ستر ليګ (Major League Cricket) يا ام ال سي له برکته چې د هند د آی پي ال د شل اوریزو لوبو سوداګریزو لوبو څخه یې انګیزه اخيستې ده، په دې وروستيو کې په امريکا کې هم دې لوبې ډېره وده کړې ده.

د ام ال سي په سترو پانګونکو کې د مايکروسوفت مشر سنتيا ناديلا، او د ادوب اجراييه مشر شانتانو ناراين، شامل دي چې دواړه هندي ريښې لري. دې ليګ ستر نړيوال لوبغاړي لکه جېسن روې (انګلستان)، سونيل ناراین (ويست اندیز)، ترينت بولت (نيو زيلند) او کاجيسو ربادا (جنوبي افريقا) هم ځانته را جلب کړي دي.

د ام ال سي د ۲۰۲۴م کال د نوي فصل په اړه چې د ټي ټوينټي له پای لوبې يوه اونۍ وروسته پيليږي، تمه کيږي چې له دې نړيوال جام سياليو له مثبتو اغیزو څخه به ګټه پورته کړي.

آیا متحده ایالات د کرېکټ کوم تاريخ لري؟

د ډېرو د حیرانتيا له پاره امريکا دا ادعا کولی شي چې د کرېکټ تر ټولو لومړی لوبه همدې هېواد په ۱۸۸۴ کې د خپل ګاونډي کاناډا پر وړاندې کړې ده. دا لوبه په ۱۸۸۲م کال کې د انګلستان او استراليا ترمنځ لوبې څخه چې اکثراً د کرېکټ د لومړۍ تيست لوبې په توګه یاديږي، ډېره موده مخکې ترسره شوې وه.

لکه د نورې نړۍ په څېر امريکا ته هم کرېکټ د بريتانوي استعمار پر وخت صادر شوی وو خو د امريکا د کورنۍ جګړې په شا او خوا موده کې (۱۸۶۱- ۱۸۶۵م کالونو) بېسبال د دې لوبې ځای ونيوه.

د دغه مودې او بيا تر دې وروستيو څو کلونو پورې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل شول. ناقص مديريت او د ليوالتيا نشتوالی د دې باعث شول چې دې لوبې ته شا ور وګرځول شي.

په همدې تازه ورځو کې د امريکا کرېکټ لوبډلې بنګله ديش ته چې د ټي ټوينټي د لوبو يوه ښه لوبډله ده، په ماتې ورکولو سره ښې پايلې ولرلې. د شل اوریز نړيوال جام د سياليو په درشل کې امريکا له بنګله ديش څخه د لوبو لړۍ له دريو څخه د دوو لوبو په ګټلو سره په خپل نوم کړه. خو په دې نړيواله سيالۍ کې به د امريکا لوبډله له کمروزو لوبډلو څخه وي.

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

آیا په امريکا کې د کرېکټ مينه وال شته؟

هو، شمير یې په ډېريدو دی. دغه هېواد په نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو ستر نفوس لري چې په کې تر مکسيکو وروسته د هند څخه راغلي تر ټولو ډېر دي، نور بيا د بريتانيا او يا کاريبک رېښې لري.

خو د « YouGov» د نظر پوښتنې ډلې تازه سروې موندلې ده چې يوازې لس سلنه امريکايانو د ام ال سي يا د کرېکټ د ستر ليګ په اړه معلومات درلودل او حتی تر دې هم لږ يعني ۶ سلنه پر دې پوهيدل چې نړيوال جام دلته ترسره کيږي.

خو سروې دا هم موندلې ده چې له هرو پنځو څخه يوه امريکايي د سياليو په اړه لېوالتيا څرګنده کړې ده چې په ځوانانو کې د دې لېوالتيا کچه لوړه وه.

دا چې له هغوی څخه یې چې له کرېکټ سره علاقه لري، يوازې ۶۲ سلنه به ښايي د امريکا ملاتړي وي، له هېواده د لیرې ټولنې چې په انګلسې کې ورته دياسپورا وایي، د اغیزې يو بل ثبوت دی چې د امريکا د کرېکټ په لوبډله کې یې هم سړی انعکاس ليدلی شي.

د امريکا د لوبډلې کپتان مونانک پتېل، له هغو يو شمير لوبغاړو څخه دی چې په هند، پاکستان او يا د امريکا دباندې په نورو هېوادونو کې زيږيدلي دي.

په تورنامنت کې غوره لوبډلې کومې دي؟

د ډېرو هغو مينه والو شتون به چې په هند کې زيږيدلي او يا له هند سره اړیکه لري، د هند له لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي چې لا دمخه هم په ډېر قوي دريځ کې ده. هند په ۲۰۰۷م کال کې د شل اوریزو لوبو لومړی نړيوال جام ګټلی وو خو تر هغه وروسته یې بيا په ګټلو نه دی توانیدلی، که څه هم چې دا هېواد د وړتياو سترې زيرمې لري. روهېت شرما، او ویرات کوهلي، به د تل په څېر اصلي توپ وهونکي وي، په داسې حال کې چې سورياکمار ياداو د کرېکټ د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې غوره مقام لري او جسپريت بومرا د ټي ټویينټي يو تکړه بالر يا توپ اچوونکی دی.

​​​​ورو توپ اچوونکی راشد خان د افغانستان د لوبډلې مشري کوي
​​​​ورو توپ اچوونکی راشد خان د افغانستان د لوبډلې مشري کويانځور: Manish Swarup/AP/picture alliance

استراليا او انګلستان د غوره لوبډلو په نوملړ کې تر هند وروستي ځای لري، په داسې حال کې چې ګډ کوربه ویست اندیز په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کالونو کې دوه وارې دا لوبې ګټلې وې او يو شمير تکړه لوبغاړي لري.

کومه لوبډله خلک حیرانولی شي؟

د امريکا، کاناډا او يوګانډا لوبډلې په خپلو ګروپونو کې چې هند او پاکستان او نیو زيلند او ويست اندیز پکې په ترتيب سره شامل دي، د پرمختګ ډېر لږ چانس لري. 

د لوبې لنډه بڼه د دې زمینه برابروی چې حیرانوونکي او شوکه کوونکي پېښې وشي او په ماضي کې یې د افغانستان په څېر لوبډلو ته يو پليټ فارم ورکړی دی چې په ۲۰۱۶م کال کې یې ویست اندیز ته نه هیرېدونکې ماته ورکړې وه.

د تکړه سپينر يا ورو توپ اچوونکي راشد خان او تجربه لرونکي ال راوڼدر محمد نبي، سره افغانستان لږ تر لږه بل پړاو ته د تګ چانس لري.

ب. ص/ س. ر (Matt Pearson)

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب