1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال جام؛ افغان لوبغاړي د توپ وهنې او توپ اچونې سرلاري دي

هيلۍ اسد
۱۴۰۳ خرداد ۱۹, شنبه

د کرېکټ په روان نړیوال شل اوریز جام کې چې افغانستان خپله دویمه پرله پسې سیالي له نیوزیلنډ څخه وګټله، نه یوازې افغان لوبډله د خپل ګروپ په سر کې ده بلکې افغان لوبغاړي د توپ وهونکو او توپ اچوونکو د جدول په سر کې دي.

https://p.dw.com/p/4goYu
د افغان او نیوزیلنډ لوبغاړو ګډ عکس
د افغان او نیوزیلنډ لوبغاړو ګډ عکسانځور: Ramon Espinosa/AP/picture alliance

افغان لوبډلې چې نن په خپلې دویمې سیالۍ کې نیوزیلنډ هېواد ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه، تر اوسه د خپل ګروپ په سر او د نړیوال جام له مخکښو لوبډلو ده.

د لوبډلمشر راشد خان په ګډون یو شمېر اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو له نیوزیلنډ څخه د لوبې ګټل یو ستر او تاریخي بری یاد کړی دی، ځکه له دې وړاندې افغان لوبډلې له نیوزیلنډ هېواد کومه سیالي نه وه ګټلې.

افغان لوبډلې له دې مخکې په خپله لومړۍ سیالۍ کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر سخته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د پیل توپ وهونکي ابراهیم ځدران او رحمن الله ګربز چې د لوبې ګټلو اغېزناک لوبغاړي یادېږي، په خپلو دواړو سیالیو کې له سلو منډو ډېره ګډه ملګرتیا کړې ده.

رحمن الله ګربز چې د یوګانډا خلاف لوبه کې يې په ۴۵ توپونو ۷۶ منډې وکړي وې، نن یې د نیوزیلنډ خلاف په ۵۶ توپونو ۸۰ منډې وکړې. نوموړی د روان نړیوال جام د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو د جدول په سر کې دی.

ابراهیم ځدران چې د یوګاندا خلاف په ۴۶ توپونو ۷۰ منډې وکړي وې، نن یې د نیوزیلنډ خلاف په ۴۱ توپونو ۴۴ منډې وکړې. ځدران د توپ وهونکو د جدول په دریم مقام کې دی.

د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ په ماتولو سره افغان لوبډلې یو نوی تاریخ جوړ کړ.
د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ په ماتولو سره افغان لوبډلې یو نوی تاریخ جوړ کړ.انځور: Ramon Espinosa/AP/picture alliance

د يادو دواړو افغان اوپنرانو ګډه ملګرتیا په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره ثبت کېږي چې په دوه پرلپسې سیالیو کې له سلو ډېرې ګډې منډې کوي.

بل خوا بیا د افغان لوبډلې تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقی د روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د ډېرو لوبغاړو سوځولو د جدول په لومړي مقام کې دی.

فضل الحق فاروقي د یوګاندا خلاف په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکړې سره د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي سوځولي وو چې د لوبې غوره لوبغاړي سربېره د شل اوریز جام سیالیو په یوې لوبې کې د ډېرو لوبغاړو سوځونکو د جدول په څلورم مقام کې راغلی و.

فاروقي چې د نیوزیلنډ خلاف هم په ۳ اعشاریه ۲ توپونو سره ۱۷ منډې ورکړي او ۴ لوبغاړي یې سوځولي، روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د ډېرو لوبغاړو سوځولو د جدول په لومړي مقام کې دی.

بلخوا افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان چې د نړۍ یو له مشهورو ګوګلي سپنرانو دی، د نیوزیلنډ خلاف په څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکړې سره ۴ لوبغاړي سوځولي چې په دې سره د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په تاریخ کې د یوه لوبډلمشر له لوري تر ټولو غوره توپ اچونه ده.

د شل اوریز جام سالییو په لړ کې د افغانستان درېیمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۳ له پي اېن جي هېواد سره ده.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟