1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههچین

د چين پلټونکې بېړۍ له سپوږمۍ د ډبرو نمونې ځمکې ته راوړي

۱۴۰۳ تیر ۶, چهارشنبه

د چين د «چان ای ۶» پلټونکې فضايي بيړۍ په فضا کې تر ۵۳ ورځو تيرولو وروسته د سپوږمۍ له ليرې برخې څخه د ډبرو نمونې ځمکې ته راوړي دي. څيړونکي تمه لري چې د دې نمونو له لارې به د سپوږمۍ په اړه نوي معلومات ترلاسه شي.

https://p.dw.com/p/4hWdy
د چينايي پلټونکې بيړۍ
د چينايي پلټونکې بيړۍانځور: Lian Zhen/XinHua/dpa/picture alliance

د فضايي سفر په تاريخ کې په لومړي ځل يوې پلټونکې بيړۍ د سپوږمۍ له لیرې برخې څخه د ډبرو نمونې ځمکې ته راوړي دي. د چين له دولتي تلویزيون څخه خپرو شويو تصويرنو کې ليدل کيږي چې د چين د پلټونکي بيړۍ «چان ای ۶» کپسول د سپوږمۍ د تیارې برخې څخه د ډبرو له نمونو سره د مرکزي مغولستان په سيمه کې پر ځمکه رالوېدلی دی. په دې ترتیب چين د ځمکې په سپوږمۍ کې خپل روباتيک ماموريت تر ۵۳ ورځو وروسته په کاميابۍ سره سرته ورساوه.

د «چان ای ۶» فضايي پلټونکې بيړۍ د روان کال د جون مياشتي په پېل کې د سپوږمۍ د جنوبي قطب - اتکين بيسن يا حوزه لمس کړه چې د چين د ملي فضايي ادارې په حواله د شمسي نظام د ټکر تر ټولو ستره پيژندل شوې [د اورشيندونکي] خوله يا کنده ده. يادې بيړۍ له دغه ساحې څخه د ډبرو نمونې راټولې کړې وې.

پلټونکې بيړۍ به اورشېندونکې ډبرې هم راوړي وي

ساينس پوهان د سپوږمۍ د لیرې برخې د سپړنو څخه ډېرې تمې لري، ځکه د دغه برخې سطحې تر ډېره په لرغوني لاوا نه دي پوښل شوي او له دې کبله ترې د نمونو راټولو دا آسانوي چې سړی ترې د سپوږمۍ د جوړېدنې په اړه ډېر معلومات په لاس راوړي.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

چينايي څيړونکي په دې اند دي چې په لاس راوړل شويو نمونو کې ښايي ۲،۵ ميليارده پخوانۍ اورشيندونکې ډبرې هم وي.

د چين پراخې فضايي هلې ځلې

ځمکې ته د دې فضايي کپسول په راستنېدو سره چين له ۲۰۰۷م کال راهېسې په سپوږمۍ کې خپل شپږم اکتشافي ماموریت بشپړ کړ. دې هېواد تر دې مخه په ۲۰۲۰م کال کې د سپوږمۍ له نږدې يا هغې برخې څخه چې موږ یې ليدلی شو، هم د ډبرو نمونې ځمکې ته رارسولې وې. همدا شان يوې بلې چينایي پلټونکې بيړۍ هم په مريخ کې په برياليتوب سره ناسته کړې وه.

چين پر دې سربیره توانيدلی دی چې خپل د «تيانګونګ» په نوم فضايي مرکز د ځمکې فضا کې مستقر کړی او له ۲۰۲۲م کال راهېسې د دغه هېواد فضانوردان هلته په مستقريدو سره علمي څيړنې ترسره کوي.

پر دې سربیره په پام کې ده چې چين د سپوږمي پر سطح هم دایمي دستګاه جوړه کړي او همدا اوس د يوه بل فضايي ماموريت له پاره طرحه جوړوي چې په ترڅ کې یې غواړي تر ۲۰۳۰م کال پورې خپل فضانوردان سپوږمۍ ته واستوي.

امريکا متحده ایالات د چين فضايي پروګرامونه ته  له فضا څخه د نظامي هدفونو د ترلاسه کولو د هڅې په سترګه ګوري. دغه هېواد خپله هم غواړي چې د «آرتيمس ۳» ماموريت له لارې چې د ۲۰۲۶م کال پاره په نظر کې نيول شوی دی، يو ځل بيا سپوږمۍ ته فضانوردان واستوي.

په دې وروستیو کې د هند، اسرائيل، جاپان او روسیې څو فضايي پلټونکې بيړۍ ونه توانېدلې چې له پلان سره سم خپل هدف ته ورسيږي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب