1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههچین

د چين فضايي بيړۍ له سپوږمۍ د ډبرو نمونې را اخيستي

۱۴۰۳ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

چين ويلي دي چې پلټونکې فضايي بېړۍ یې د سپوږمۍ له لیرې برخې څخه د نمونو تر راټولو وروسته بيرته د ځمکې پر لور خپل سفر پېل کړی دی. دا لومړی ځل دی چې د سپوږمۍ له دغه برخې څخه د ډبرو نمونې راټوليږي.

https://p.dw.com/p/4gcqh
چانګ ۶ د سپوږمۍ له لېرې برخې څخه د خاورې او ډبرو نمونې راټولې کړي دي
چانګ ۶ د سپوږمۍ له لېرې برخې څخه د خاورې او ډبرو نمونې راټولې کړي ديانځور: CNSA/Xinhua/AP/picture alliance

د چين ملي فضايي ادارې (CNSA) د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې د دغه هېواد فضايي بيړۍ د سپوږمۍ له ليرې برخې څخه د نمونو تر راټولو وروسته بيرته ځمکې ته سفر پېل کړی دی.

دغه ادارې زياته کړې ده چې د چانګ ۶ پلټونکې بيړۍ د سپوږمۍ له سطحې د پرواز تر مخه هلته د چين بيرغ پورته کړی دی.

دا لومړۍ فضايي بيړۍ ده چې د سپوږمۍ له لیرې برخه څخه یې په بریاليتوب پرواز کړی دی.  

دا ماموريت په داسې حال کې کيږي چې چين د خپل فضايي پروګرام د پراخولو په حال دی چې موخه یې د روانې لسیزې تر پای پورې سپوږمۍ ته د يوه انسان ليږدول دي.

دا ماموريت ولې مهم دی؟

داسې انګيرل کیږي چې د سپوږمۍ په اصطلاح تياره برخه چې د ځمکې څخه نه ليدل کيږي، د څېړنو ډېر پوتنسيال لري او پکې موجودې کندې يا خولې [د اورشيندونکي خولې] ځمکې ته د نږدې برخې له هغو لږې په لرغونې لاوا پوښل شوي دي.

ساينس پوهان وايي چې د سپوږمۍ له ليرې خوا څخه راټول شوي مواد ښايي د دې په مطالعه کولو کې مرسته وکړي چې هغه څرنګه جوړه شوې وه.

په چين کې د دې فضايي ماموريت ډېر هرکلی شوی دی او د چين د دولتي خبري آژانس شينهوا له لوري «د انسان له خوا د سپوږمۍ د سپړنې په تاريخ کې يو بې سابقې ګام» ياد شوی دی.

پوهه:ولې سپوږمۍ د فضایي ماموریتونو له پاره جذابه ده؟

د دې ماموريت وياند ګې پینګ، وويل چې د راټولو شويو نمونو ارزونه به ساينس پوهان د دې جوګه کړي چې «د سپوږمۍ د جوړښت او د تکاملي تاريخ په تړاو خپلې څېړنې لا پسې ژورې کړي.»

نوموړي زياته کړه چې دا «د لمریز نظام د پېل په اړه پوهه پراخولی .... او د راتلونکو اکتشافي ماموريتونو له پاره لا ښه بنسټ ايښوولی شي.»

د چين چانګ ۶ پلټونکې بيړۍ څرنګه بيړۍ ده؟

د دې پلټونکې بيړۍ ۵۳ ورځنی سفر د می میاشتې پر ۳مه نېټه پېل شوی وو. د يکشنبې په ورځ دې بيړۍ د سپوږمۍ د جنوبي قطب - اتکين بيسن يا حوزه لمس کړه چې د چين د ملي فضايي ادارې په حواله د شمسي نظام د ټکر تر ټولو ستره پيژندل شوې [د اورشيندونکي] خوله يا کنده ده.

د چين د فضايي آژانس په حواله چانګ ۶ بيړۍ د تودوښت لوړې درجې او همدا راز له ځمکې سره په اړيکه کې د ستونزو په څېر ننګونو سره مخامخ وه. همدا وو چې دې بيړۍ د فضايي سپوږمکۍ « Queqiao-2» پر معلوماتو تکيه کوله چې په اپريل میاشت کې د مخابراتو په موخه مدار ته استول شوې وه.

د شينهوا خبري آژانس په حواله بيړۍ تر سطحې لاندې د نمونو د را ايستلو په موخه له برمې او له سطحې د توکو د راټولو په موخه له يوه روباتيک بازو څخه کار اخيستی دی.

چين تر دې تازه ماموريت دمخه د چانګ ۵ بيړۍ په استولو سره د سپوږمۍ له نږدې برخې څخه هم نمونې راټولې کړې وې.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب