1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له سپوږميه ډبرو راوړلو ته فضايي بيړۍ واستوله

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

چين غواړي د امريکا متحده ايالاتو او روسیې سره په يوه کتار کې ودريږي او له سپوږمۍ څخه د نمونې په توگه ډبرې ځمکې ته راوړي. دا د چين تر ټولو پيچلی فضايي ماموريت بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/3ll8u
China startet Raumschiff zum Mond
انځور: Mark Schiefelbein/AP/dpa/picture alliance

چين يوه فضايي بيړۍ چې څوک پکښې سپاره نه دي، د سې شنبې په ورځ د سپوږمۍ پر لور استولې ده. دغه فضايي بيړۍ د «لانگ مارش ۵» توغندي په مټ د چين د سويلي ټاپو هاينان د وينچانگ څخه توغول شوې ده.

د «چانگ ای ـ ۵» په نوم دا فضايي بيړۍ له څلور برخو جوړه ده: آربيتر چې د بيرته راستنيدو له پاره يو کاپسول لري، همدا راز يو «Lander» يا کښيناستونکی چې د مخکې تللو له پاره څو درجې لري. د اټکلونو پر اساس د يکشنبې په ورځ به د سپوږمۍ پر مخ تر کښيناستو وروسته، کښيناستونکی د خپل اوږده لاس سره کابو دوه کيلوگرامه ډبرې او همدا راز تر دوو مترو کيندنې وروسته نمونې راټولې او د فضايي بيړۍ په يوه بله برخه کې خوندي کړي.

اړونده موضوع:ساينس پوهانو په سپوږمۍ کې د اوبو د کشف خبر ورکړی

د سپوږمۍ د شپې پر ځای د سپوږمۍ ورځ

د فضايي بيړۍ کښيناستونکې بايد د سپوږمۍ يوه ټوله ورځ چې د ځمکې له دوو اوونيو سره برابريږي، هلته پاته شي. په دې توگه بايد د فضايي بیړۍ دغه برخه اړينه نه ده چې د سپوږمۍ د يخو شپو د زغمولو له پاره د تودولو په ځانگړو وسايلو سنباله شي.

BdTD Vollmond in Großbritannien
د سپوږمۍ يوه ورځ د ځمکې د دوو اونيو سره برابره دهانځور: picture-alliance/dpa/O. Humphreys

تر پاڅيدو او د آربيتر سره تر وصل کیدو وروسته ډبرې او نمونمې د ستنيدو له پاره په نظر کې نيول شوي کاپسول کې بايد ځای پر ځای شي څو هغه بيا دغه نمونې ځمکې ته راوړي.

دغه کاپسول به ښايي د دسمبر پر ۱۶ او ۱۷ مه نيټه د مغلستان په مرکزي سيمه کې کښته شي. د کاپسول په بريالي توگه تر راستنيدو وروسته به چين تر امريکا متحده ایالاتو او روسېې وروسته دريم هيواد شي چې دا ډول بريالی ماموريت به یې ترسره کړی وي.

ساينس پوهان په ډېره بې صبرۍ سره له سپوږمۍ څخه تازه نمونو ته په انتظار دي، ځکه په دې وروستيو لسیزو کې د سپوږمۍ د نويو قشرونو هيڅ نمونې ځمکې ته د ارزونې له پاره نه دي راوړل شوي.

ب. ص/ ن.ز (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: