1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند فضا ته د چندریان -۳ راکټ وتوغاوه

۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

هند سپوږمۍ ته یوه پلټونکې وسیله استولې. تر دې دمخه یوازې امریکا متحده ایالاتو، چین او پخواني شوروي اتحاد سپوږمۍ ته دا ډول بریالي ماموریتونه ترسره کړي. که چیرې هند بریالی شي نو د دغو هیوادونو په ډله کې به شامل شي.

https://p.dw.com/p/4TufJ
Navigationssatellit NVS-01 der zweiten Generation wird an Bord einer entbehrlichen Geosynchronous Satellite Launch Vehicle-Rakete vom Satish Dhawan Space Center in Sriharikota, Andhra Prades, gestartet
انځور: picture alliance/Xinhua News Agency

د هند فضایي ادارې د جمعې په ورځ د چندریان – ۳، په نوم راکټ فضا ته وتوغاوه. دغه توغندی په ځایي وخت د ماسپښین پر ۲:۳۵ په اندهرا پردیش کې له فضایي اډې څخه وتوغول شو.

نوی ډیلی پلان لري چې د سپوږمۍ پر سطحه یوه پلټونکې آله کینوي. په پام کې ده چې دغه چار د اګست میاشتې پر ۲۳مه نېټه ترسره شي.

هند څلور کاله دمخه هم دغه ډول هڅه کړې وه، خو دغه هڅه بریالۍ شوې نه وه.

څلور کاله دمخه هم هند یو توغندی فضا ته توغولی وو، خو دغه هڅه یې ناکامه شوې
څلور کاله دمخه هم هند یو توغندی فضا ته توغولی وو، خو دغه هڅه یې ناکامه شوې انځور: picture alliance/AP

تر اوسه یوازې امریکا متحده ایالات، چین او پخواني شوروي اتحاد هغه هیوادونه دي چې سپوږمۍ ته یې پلټونکې وسیلې بریالۍ شوي دي.

د روان میلادي کال په لومړیو کې یوه جاپاني نوي تأسیس شوي شرکت هڅه کړې وه چې پر سپوږمۍ یوه پلټونکي آله کښته کړي، خو دغه هڅه هم بریالۍ نه شوه.

اړونده موضوع: هند د لومړي شخصي فضايي راکټ توغولو کامیابه تجربه کړې

هند هم په ۲۰۱۹م کال کې د چندریان – ۲، راکټ په مرسته د وېکرم، په نوم پلټونکې آله استولې وه، خو دغه ماموریت بریالی شوی نه وو.

د چندریان – ۳، په هکله نور کوم معلومات شته؟

چندریان – ۳، باندې له ۷۵ میلیونه ډالره څخه کم لګښت راغلی.

اړونده موضوع: هندوستان غواړي سپوږمۍ ته بيا يوه فضايي بيړۍ واستوي

د هند د لومړي وزیر نریندر مودي د حکومت له لوري، فضا ته د شخصي ماموریتونو د ملاتړ د پالیسۍ تر اعلانولو وروسته ته د دغه راکټ توغول د هند د فضایي څیړنو سازمان (اسرو) لومړنی ستر ماموریت دی.

زموږ له آرشیف څخه:

هند په ۲۰۰۸م کال کې په لومړي ځل د سپوږمۍ مدار ته خپل څیړنیز ماموریت پیل کړی وی. په ۲۰۱۴م کال کې هند لومړنی آسیایي هیواد شو چې د مریخ د شا او خوا مدار ته سپوږمکۍ واستوي. له دې درې کاله د هند فضايي سازمان په یوه ماموریت کې ۱۰۴ سټلایټونه وتوغول.

د اسرو، په ګنګیان پروګرام کې په ۲۰۲۴م کال کې د ځمکې مدار ته د فضانوردانو درې ورځنی ماموریت شامل دی.