1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د پولیو له منځه وړلو لپاره د یو ميلیارد یورو اعلان

۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

اروپایي ټولنې، ګېټس بنسټ او د اروپا د پانګونې بانک، د پولیو د له منځه وړلو له پاره نوې مالي بسته اعلان کړه

https://p.dw.com/p/4XSRz
NO FLASH Polio in Afghanistan
انځور: Picture alliance/Ton Koene

اروپایي ټولنې او ګېټس بنسټویلې دي، چې په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو له پاره یې د مرستي یو میلیارد بسته ځانګړې کړې ده.

د واکسین له پراخ پروګرام سره د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله د پولیو پېښې په سلو کې ۹۹ کمې شوې دي، خو افغانستان او پاکستان لا هم د هغو محدودو هيوادونو څخه دي، چې لا هم پکې دا ناروغۍ شته.

بېل ګېټس تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، انسانان تر اوسه توانېدلي دي، چې یوازې د «چیچک» ناروغي له منځه یوسي، هغه چې ۵۰ کاله مخې پېښه شوي.

ګېټس وویل: «اوس موږ دپولیو د وحشي ډوله ویروس ختمیدو په درشل کې یو، هغه ویروس چې وخت به یې هره اونۍ ۷۰ ماشومان په فلج اخته کول، خو سږ کال دا ۹ پېښو ته راټیټ شوې دي.»

هغه اشاره وکړه، چې له دې سره همهاله چې د پولیو ویروس له منځه تللی دی، خو د دغه ویروس په نورو ډولونو د ماشومانو د اخته کېدو ۲۸۰ پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

دا مهال د پوليو وحشي ډول يوازې په افغانستان او پاکستان کې شته، خو بل ډول یې چې د پولیو له واکسین څخه بدل شوی دی، ډیر عام دی.

د دې ناروغۍ دواړه ډولونه اکثرا بې نښې دي، خو په نادره مواردو کې په ماشومانو کې د فلج یا مړینې لامل کیږي.

تمه کیږي چې دا مالي کڅوړه د اروپا د پانګونې ستراتیژۍ د «جهاني لارې» تر نامه لاندې د اروپا نوښت به ۱.۱ ميلیارد یورو ته ورسیږي.