1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

په افغانستان کې د پولیو نويو پيښو سختي اندېښنې راپارولي دي

۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

په افغانستان کي د ګوزڼ ناروغۍ پيښي له ثبتيدو سره په ځينو سيمو کي د دغي ناروغۍ د پراخېدو له کبله اندېښنې زياتي شوي دي. څو اونۍ مخکي يوازي په ننګرهار ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ پنځه پيښې ثبت شوې.

https://p.dw.com/p/4TPLI
Unicef South Asia report
انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې یادې پيښې د دغه ولايت په دور بابا، بټي کوټ، نازیانو او بهسود ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

د ننګرهار اوسيدونکي دغه ولایت کې د پولیو تازه پيښو په اړه اندښمن دي او له چارواکو غواړي چې نورو سيمو ته د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي له پاره دې جدي اقدام وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي په دې ولایت کې د پنځو پيښو د ثبت پخلی کوي او وايي چې دغه پيښې یوازې په تېره یوه میاشت کې ثبت شوي دي.

نوموړی وایي چې څه موده وړاندې د پولیو پر وړاندې د مبارزې سراسري کمپاین پيل شوی چې دغه کمپاین به په ټول افغانستان کې اته نیم لکه ماشومانو ته د واکسین ترڅنګ د هغوئ کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د څرنګوالي په اړه عامه پوهاوی هم وشي.

د ننګرهار اوسيدونکي دغه ولایت کې د پولیو تازه پيښو په اړه اندښمن دي او له چارواکو غواړي چې نورو سيمو ته د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي له پاره دې جدي اقدام وکړي.
د ننګرهار اوسيدونکي دغه ولایت کې د پولیو تازه پيښو په اړه اندښمن دي او له چارواکو غواړي چې نورو سيمو ته د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي له پاره دې جدي اقدام وکړي.انځور: Noorullah ShirzadaAFP/Getty Images

په دې ولایت کې بیا د پولیو واکسين کوونکي هم کور په کور ګرځي او هغه ماشومانو ته د پولیو واکسين تطبيقوي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي.

د عامې روغتیا وزارت هم خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځې سیمې په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو له جدي ګواښ سره مخ دي او په ککړو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو د ويروس چاپېریالي نمونې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا په بهسود ولسوالۍ کې چېرې چې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې، د حفظ الصحې وضعيت پکې خراب ښودل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي: «ننګرهار ولایت کې د واکسين تطبیق په ښه توګه روان دی او د پولیو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دې ولایت ټولې اړوندې ادارې په بشپړه توګه همکاري کوي.

د ده په وینا تېر کال په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې دا په ۲۰۲۱م کال کې د ثبت شویو ۴ پېښو او په ۲۰۲۰م کال کې د ۵۴ پېښو په پرتله د پام وړ کمښت ښيي.

په افغانستان کي د ګوزڼ ناروغۍ پيښي له ثبتيدو سره په ځينو سيمو کي د دغي ناروغۍ د پراخېدو له کبله اندېښنې زياتي شوي دي.
په افغانستان کي د ګوزڼ ناروغۍ پيښي له ثبتيدو سره په ځينو سيمو کي د دغي ناروغۍ د پراخېدو له کبله اندېښنې زياتي شوي دي.انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

بل طرف ته بیا په افغانستان کې د يونیسف یا د ماشومانو د نړیوال وجهي صندوق د پولیو د برخې مشر په ننګرهار ولایت کې د پولیو د تازه پيښو له ثبت څخه اندېښنه ښودلې او له قومي مشرانو او کورنیو څخه غوښتې دي چې د واکسين په تطبيق کې دې د دوی سره پوره همکاري وکړي، څو د دې ویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي.

یو شمیر روغتیا پوهان وایي چې ماشوم باید د زیږدنې سره همهاله واکسین شي او په راتلونکې یې د بدن معافیت قوي اوسي تر څو د ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي په دې اړه یو روغتیایي کارکونکی ډاکټر اسرار امیرزی وایي: «پولیو په افغانستان کې له دې امله تر اوسه نه ده صفر شوې چې تر اوسه د پولیو واکسین په اړه عامه ذهنیت جوړ شوی نه دی او ډېر خلک خپل ماشومان د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال په کورونو کې پټوي.»

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

 د امیرزی په خبره، په ټوله نړۍ کې د  پولیو پیښې صفر شوې او یوازې په افغانستان او پاکستان کې دغه پیښې شته چې د دې پیښو د مخنیوې له پاره هر فرد مسوول دی.

د یونیسف او ډبلیو ایچ او، له خوا د پولیو واکسین د تطبیق له پاره کومې پالیسۍ چې جوړیږي زیاتره په بهرنیو هېوادونو اردن او دبی کې جوړیږي دوي د افغانستان د خلکو کلتور او عنعناتو نه دومره اګاهی نه لري چې واکسین کوونکي د تطبیق په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ د هغو هيوادونو په ډله کې دی چې د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ ویروس پکې اوس هم نه دی ختم شوی. پوليو يا ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي او ان د مرګ لامل هم ګرځي.

ن.م /خ. ح/ ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie