1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

WHO: اتیا میلیونه ماشومان د پولیو له واکسینه محروم دي

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل له مخې په روان میلادي کال کې ۸۰ میلیونه تر یو کال کم عمر لرونکي ماشومان د کرونا ویروس وبا له امله د پولیو یا ګوزن له واکسین څخه محروم پاتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3kNV1
Afghanistan Polioimpfung für Kinder in der Provinz Ghazni
انځور: Ebrahim Mahdavi/DW

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د اکتوبر میاشتې په ۲۴ نیټه د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل رپوټ کې ویلي دي« ۲۰۲۰م کال به تر اوسه پورې د هغو نارينه او ښځو له پاره تر ټولو سخت کال وي چې په نړیواله کچه د دغې ناروغۍ د لمنځه وړلو له کار کوي.»

همدا د اګست په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان او افریقایي هیوادونو د افریقا په لویه وچه کې د وحشي ډوله ویروس له امله رامنځته کیدونکي دغې ساري ناروغۍ د ختمیدو اعلان کړی وو.

په دې توګه نو پولیو یوازې په دوو هیوادونو کې د یوې ستونزې په توګه باقي پاتې دی چې هغه عبارت دي له افغانستان او پاکستان څخه.

خو د WHO په حواله د پولیو یا د ماشومانو د ګوزن د واکسین له ډول څخه نادرې پيښې د یمن، سوډان او جنوبي سوډان په هیوادونو کې رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه د پولیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نومولې ده، خو د آلمان د اقتصاد او پراختیا وزارت بیا دغه ورځ د اکتوبر میاشتې په ۲۸ نیټه لمانځي.

آ./ش.ن./ا.ا.