1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د ګیټس لخوا د پولیو سره د مبارزې لپاره د ملیاردو ډالرو مرسته

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د امریکا د بیل او د ملینډا ګیټس خیریه بنسټ د پولیو ناروغۍ پر وړاندي د مبارزی لپاره د ۱،۲ میلیارد امریکایې ډالرو په ارزښت د مرستی ژمنه کړی. د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په سرمشریزه کې به شاوخوا ۴،۸ میلیارد ډالره راټول سي.

https://p.dw.com/p/4IHYs
Indien | Polio-Impfung während Coronavirus-Pandemie
انځور: Sudipta Das/Pacific Press/picture alliance

د ګیټس  خیریه ادار د یکشنبې په ورځ په برلین کې د روغتیا نړیوالې غونډې ته د یوي وینا پر مهال اعلان وکړ چې دا پیسې به په پاکستان او افغانستان کې د پولیو د «وحشي»  بڼې سره د مبارزې لپاره مصرف کړي څو په دې هېوادونو کې دغه ناروغۍ له منځه یوړل سي. دغه بنسټ د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړولو لپاره د ۱،۲ میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.

د آلمان صدراعظم  اولاف شولڅ د ۳۵ میلیونه یورو د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې آلمان ژمن دی چې دغه نړیوال هدف ته ورسیږي او د پولیو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.«د پولیو کمپاين ښځینه کارکوونکې باید له ځان سره محرم ولري»

ټاکل سوې ده  چې د سه شنبې په ورځ په برلین کې د مرستندویه هیوادونو په سرمشریزه کې په راتلونکو څلورو کلونو کې له پولیو سره د مبارزې لپاره ۴،۸ میلیارده یورو راټولې سي.

په پام کې ده چې د دې پیسو سره به، د پولیو د لمنځه وړلو نړیوال نوښت هر کال ۳۷۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو پر وړاندې واکسین  ورکړي او د پولیو ناروغانو ته به طبي مرستې  هم چمتو کیږي. په ۱۹۸۸ م کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې دا خپل هدف وټاکه چې  د چیچک یا  ابله له ناروغۍ وروسته به د پولیو یا ګوزڼ ناروغې له منځه وړي.

افغانستان کې د پولیو کمپاین کور په کور  ترسره کیږي.
افغانستان کې د پولیو کمپاین کور په کور ترسره کیږي.انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

 د روغتیا د برخې ناوړه شرایط د ګوزڼ د پراخيدو لامل کیږي

د اټکلونو له مخې، د نړۍ په ډېرو برخو کې د پوليو واکسيناسيون او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د کمپاين له پيل راهيسې، روغتيايي چارواکي بريالي سوي دي، چې د پولیو د نویو تازه  پېښو د ۹۹ د اخته کیدو مخه ونیسي. د پولیو نړیوال نوښت توانیدلی دي، چې د دې ویروس د اخته کیدو څخه ۲۰ ملیون ماشومان خوندي کړي، کوم چې د مړینې او پولیو لامل کیږي؛ خو پدې برخه کې پرمختګ هم له خنډونو سره مخامخ دی.

طالبان د واکسیناتورانو د وژنې په تور نیول شوي کسان څه ډول مجازات کوي؟

په روان کال کې په افریقا کې د پولیو ویروس څو نوې پېښې ثبت سوې دي. په ځانګړې توګه د کرونا وبا  ناروغۍ له امله د دغو سیمو یو شمېر ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ته لاسرسی نه لري.

په روان کال کې په افریقا کې د پولیو ویروس څو نوې پېښې ثبت سوې دي.
په روان کال کې په افریقا کې د پولیو ویروس څو نوې پېښې ثبت سوې دي.انځور: Nicholas Kajoba/XinHua/picture alliance

ګیټس خیریه بنسټ د دې ادارې د بنسټ ایښودونکي بیل ګیټس له قوله ویلې دي: «د پولیو له د ريښو پرې کول کيږي، که څه هم چې موږ د دې هدف په ترلاسه کولو کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو دا ناروغي لا هم یو ګواښ دی.»

 دغه بنسټ په دی اړه زیاته کړ: «که موږ په ګډه کار وکړو، کولای سو دغه ناروغي له منځه یوسو.»