1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسیي سره د اړیکو په اړه المانيان ویشلي دي

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

المان کې د یوې نوې سروې په پایله کې ۳۷ سلنه پوښتل شوو کسانو له روسیې سره د المان د ښو اړیکو پر دوام ټينگار کړی دی. د ختیځو ایالتونو خلکو بیا د برلین او مسکو تر منځ د بهتره اړیکو په حق کې زیاته رایه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4UYK0
Flaggen Deutschland und Russland
انځور: Thomas Koehler/ picture alliance/photothek

په المان کې د ترسره شوې یوې تازه نظرپوښتنې پایلې ښيي چې المانيان له روسیې سره د خپل هیواد د ښو اړیکو ساتلو په مسئله کې ویشل شوي دي.

د عامه نظرپوښتنې په اړه څیړنیز مرکز YouGov له خوا د المان خبري آژانس له پاره د ترسره شوې یوې سروې پایلې ښيي چې ۳۷ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې المان باید له روسیې سره ښې اړیکې وپالي، په داسې حال کې چې نیمایي د رای ورکوونکو له دې نظر سره مخالفت کړی دی.

د آلمان استخبارات: د پوتين په سيسټم کې هیڅ درز نه ليدل کيږي

په پخواني ختیځ المان کې چې د کمونیستي حکومت نظام په کې قایم و او د اوسني المان نوي ختیځ ایالتونه بلل کیږي، له ورسیې سره د ښو اړیکو د دوام په حق کې د رایه ورکوونکو شمیر ډیر لوړ یعنې ۵۱ سلنه وو.

د دې برعکس بیا د هیواد په لویدیځ کې واقع پخوانیو ایالتونو کې یوازې ۳۲ سلنه عام وگړي په راتلونکي کې د برلین او مسکو ترمنځ د بهتره اړیکو پلویان دي.

آلمان خپل دافع هوا سيستم اوکراین ته سپارلی دی

په حقیقت کې د ختیځو ولایتونو اکثریت اوسیدونکي له روسیې سره د چلند په برخه کې له احتیاط څخه کار اخلي. خو دغه احتیاط نه شي کیدلی چې هرو مرو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاست او د اوکراین پر وړاندې د هغې جگړې چې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې یې پیل کړې ده، د تائید په معنا وبللی شي. 

په ملي کچه ۶۳ سلنه رای ورکوونکو روسیې ته د المان له پاره د یوه خطر په نظر گوري، خو ۳۰ سلنه بیا ویلي دي چې دوی په دې نظر نه دي.

د آلمان نوو یا شرقي ایالتونو څخه په دې سروې کې د برخه اخیستونکو کسانو ۵۱ سلنه اوسیدونکو ویلي دي چې دوی روسیه د المان له پاره گواښ گڼي.

په ۱۹۹۰ کې د المان د بیرته اتحاد یا یووالي پورې، ختیځ ایالتونه یوازې تش په نامه آزاد ول او په پراخه پيمانه د پخواني شوروي اتحاد تر تاثیر لاندې د یوه دولت په سترگه ورته کتل کیده.

ختیځ المان په اقتصادي، سیاسي او کلتوري لحاظ تر څو لسیزو پورې په اصطلاح د خپل «مشر ورور» پخواني شوروي پورې وابسته و.

پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی

د YouGov بنسټ د جولای میاشتې د ۱۴ او ۱۹ ترمنځ ورځو کې د المان او روسیې د اړیکو په ارتباط د عامو خلکو د نظر معلومولو په خاطر یوه سروې ترسره کړه چې د ټول المان په کچه له ۱۸ کلنو او له هغې څخه پورته عمر لرونکو ۲۳۱۷ کسانو څخه په کې نظرونه غوښتل شوي ول.

د دې سروې پایلې هغه نظر منعکسوي چې اوس مهال په ټول المان کې موجود دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص