1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين له کيم جونګ اون سره د وسلو د تامين په اړه خبرې کوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا استخباراتو په حواله کیم جونګ اون او پوتین د اوکراین جګړې لپاره مسکو ته د اړتیا وړ وسلو د برابرولو په موخه ليدنه کتنه پلان کړې ده. شمالي کوریا فضایي پرمختللي تکنالوژي او د دغه هېواد بې وزلو خلکو ته خواړه غواړي.

https://p.dw.com/p/4VxmX
Russland Nordkorea Gipfel in Wladiwostok | Kim Jong Un und Putin
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

د نیویارک ټايمز د راپور له مخې، د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، پلان لري چې په سپتمبر میاشت کې د روسیي له ولسمشر ولادیمر پوتین، سره په ولادي وستوک کې لیدنه وکړي. دې ورځپاڼې د امریکا د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي دي چې د دوی لیدنه ښایي یوه اقتصادي ناسته وي چې په ولادي وستوک کې ترسره کېږي او په پلان کې ده چې د سپتمبر له ۱۰ مې تر ۱۳ مې نیټې پورې ترسره شي.

د امریکا د استخباتي معلوماتو له مخې، شمالي کوریا غواړي د اوکراین جګړې لپاره د مسکو د اړتیا وړ وسلو په اړه مذاکره وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند آدرین واټسون ویلي: «همدارنګه چې موږ عملاً خبرداری ورکړی، د روسیي او کوریا ترمنځ د وسلو د پیر مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي.» هغه زیاته کړه چې امریکا داسې معلومات لري چې له مخې یې کیم جونګ اون، د دې مذاکراتو د دوام تمه لري او «په روسیي کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کچه ډیپلوماتیکي غونډه ترسره کیږي».

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د شمالي کوریا رهبر چې ډېر کم له خپل هېواد څخه وځي، ښایي د دې ناستې لپاره په زرهي اورګاډو کې د روسیي د آرام سمندر د سواحلو له لاري ولادي وسټوک ته سفر وکړي. خو دا احتمال هم شته چې کیم مسکو ته ولاړ شي. د دغه راپور له مخې به روسیه له شمالي کوریا څخه پرمختللي توغندي او د ټانک ضد وسلې ترلاسه کړي او کیم په مقابل کې د سپوږمکیو پرمختللي ټیکنالوژي او د هغه اوبتلونو غوښتونکی دی چې په اټومي انرژۍ چلیږي. هغه همدارنګه د خپل بې وزله هېواد لپاره د خوړو پیدا کولو په لټه کې دی.

سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و چې شمالي کوریا او روسیه د اوکراین پر وړاندې د مسکو د جګړې لپاره د احتمالي مهماتو د لېږد په اړه پټې مذاکرې کړي. د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، شمالي کوریا تېر کال په روسیه کې د واګنر مزدورې ډلې ته توغندي او هاوانونه ورکړل. شمالي کوریا دا خبره دروغبللې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جولای په میاشت کې ویلي ول چې روسیه په دې لټه کې دهچې په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو وسلې واخلي. د بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د روسیې د دفاع وزیر په پیونګ یانګ کې حضور درلود او د شمالي کوریا د رسنیو په وینا د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره په »دوستانه خبرو« بوخت وو.

په مسکو او پیونګ یانګ کې حکومتونو د اګست په نیمایي کې اعلان وکړ چې دوی به خپلې اړیکې پراخې کړي او د دفاعي سکټور په ګډون به لا نېږدې همکاري ولري. روسیه یو له هغو څو هیوادونو څخه ده چې له شمالي کوریا سره اړیکې لري. شمالي کوریا له پېله پر اوکراین د روسیې له برید څخه ملاتړ کړی و. د جولای په میاشت کې، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو، شمالي کوریا ته سفر وکړ ترڅو د کوریا د جګړې پای ته رسیدو اویایمه کلیزه ولمانځي.

م.ا/ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب