1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د سرحدي کړکېچ له کبله په پاکستان کي پر افغان کډوالو فشارونه

۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

په تیره اونۍ کي د پاکستاني سرتیرو او برید ګرو ترمنځ په سرحدي سيمه کې خونړۍ نښته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو د نوې څپې د پېليدو باعث شوه.

https://p.dw.com/p/4WOBm
Pakistan | Grenzkorps von Belutschistan
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان قانون پلي کوونکي ادارې په ښکاره په دې موخه پر افغان طالبانو فشار راوړي ترڅو تحریک طالبان «ټي ټي پي» وهڅوي، چي خپل فعالیتونه محدود کړي، نو ځکه يې تېره اونۍ د افغان کډوالو په نیولو پیل وکړ.

دغه نیوني يې د پاکستان په سرحدي سیمه چترال کي د پاکستاني طالبانو لخوا پر پاکستاني امنیتي سرتیرو د تیري اونۍ د بریدونو په ځواب کي کړي دي.

پاکستان ویلي دي دغه جګړه، چي د افغانستان نورستان ولایت سره پولي ته څېرمه د چترال په سیمه کي د سپټمبر پر شپږمه نیټه وسوه، څلور سرتیري او ۱۲ بریدګر پکې ووژل سول. د جګړې دوام ددې سبب سو، چي ګرځندویان له سیمي وایستل سي.

د دې برید په پایله کي پاکستان په اسلام اباد کي د افغانستان په سفارت کي د طالبانو شارژدافیر ته خپل »قوي اعتراض« ته وړاندي کړ.

پاکستان له افغان کډوالو سره څه ډول چلند کوي؟

که څه هم پاکستان په مخکنیو وختونو کي هم افغان کډوالبندیان کړي او يا یې ځيني وخت يو څه افغانستان ته هم اخراج کړي دي، خو د چترال له وروستیو بریدونو څخه وروسته د پاکستان قانون پلي کوونکو ادارو خپل څار ډېر کړی دی.

رسمي شمیرې ښيي، چي له تیري یکشنبې راهیسي ۳۵۰ تنه افغان کډوال، چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي د کراچي په بیلا بیلو سیمو کی نیول سوي دي.

د سند ایالت والي کامران تسوري، د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: «حکومت پولیسو ته امر کړی دی، چي غیري قانوني افغانان، چي په سند ایالت او د پاکستان په نورو سیمو کي اوسي ونیسي.»

پاکستان د ۱۹۵۱م کال د ژینو کنوانسیون او د ۱۹۶۷ اړونده پرټوکول نه دی لاسلیک کړی.

دغه هیواد ته د کډوالو تګ او شتون د باندنیو اتباعو د قانون له مخي مهاریږي. دغه قانون حکومتي ادارو ته اجازه ورکوي، چي بهرني اتباع چې د قانوني اسناد نه لري چې کډوال او پنا غوښتونکي هم پکې شامل دي، ونيسي او اخراج یې کړي.

په کراچي کي د پولیسو مشر عرفان بهادر ډویچه ویله ته وویل:«نیول سویو کډوالو په دغه ښار کي بېله قانوني اسنادو ژوند کاوه.» ده زیاته کړه یادو کډوالو ته يې د غیري قانوني خارجیانو په نامه دوسیې چمتو کړي دي.

په کوټه کي د پولیسو مشران ټینګار کوي، چي په دغه سویلي ایالت کي يې هم له ځینو سیمو څخه په لسهاوو غیري قانوني افغانان د هغو افغانانو په ګډون نیولي، چي د طالبانو له واکمنۍ وروسته هلته ورغلي دي.

سیاسي کړکېچ او پر کډوالو فشار

دغه سخت چلند، چی د پولي له امنیتي اندېښنو سره تړاو لري، افغان کډوال يې له یو سرګردان حالت سره مخامخ کړي دي.

منزه کاکړه، هغه وکیله ده،چي د افغان کډوالو حقوقي ملاتړ کوي وايي، په دې وروستیو دوو کلنو کي ډېر افغانان نیول سوي او ځورول سوي دي، چي په لوی لاس د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکېچ ته لمن وهل کیږي، چي وروسته بیا دغه کړکېچ زور اخلي.

کاکړ ډویچه ویله ته وویل:«بې له ویزې او قانونياسنادو څخه کډوالشړل کیږي، ځینی کورنۍ بیا پولیسو ته په رشوت ورکولو ځان خلاصوي.»

نوموړې ادعاء کوي، چي پولیسو یو شمیر هغه کډوال نیولي، چي په پاکستان کي د اوسیدولو لپاره قانوني اجازه لري.

فاروق خان په کندهارکي د مخکني دولت یو تن افسر دی، چي دوه کاله ترمخه د طالبانو د بیا واکمنۍ پرمهال پاکستان ته کډوال سوی دی. هغه چي ویزه يې تر وخت تیره سوې ده او اړ دی په پاکستان کيغیري قانوني و اوسي وايي، د وروستیو نیونو له ویري ټول وخت په وهم کي تیروم، چي اخراج مي نه کړي.

فاروق خان ډویچه ویله ته وویل: «د نیونو د پیل کیدو سره سم مي له کوره څخه د باندي خپل فعالیتونه له دې وهمه محدود کړي دي، چي ومي نه نیسي.»

په پاکستان کي د افغان کډوالو مخینه

پر افغانستان د مخکني شوروي اتحاد له یرغل راهیسي بیا د طالبانو د دوهم وار له واکمنۍ پوري يعني د ۱۹۷۹ تر۲۰۲۱م کال د اګست تر ۱۵می پوري څو ځله پاکستاند افغان کډوالو له لویې څپې سره مخامخ سوی دی.

پاکستان په نړۍ کي یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي ډېرو افغان کډوالو ته يې ځای ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخي په پاکستان کي ۱،۳ میلون کډوال اوسي، چی ۹۹ سلنه يې افغانان دي.

د یادي  ادارې د معلوماتو له مخي پر یادي شمیرې سربیره ۸۵۰زره افغانان په پاکستان کي «د اوسیدولو قانوني اسناد» لري او ۳۵۰ زره نور کډوال بې له اسنادو په پاکستان کي ژوند کوي.

د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت یو چارواکي وايي د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط څخه وروسته ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته ورغلي دي. په داسي حال کي، چي په پاکستان کي قانوني افغان کډوال له ډیرو کمو امکاناتو ته لاس رسی لري، غیري قانوني کډوال تل له نیولو، توقیف او شړلو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر افریدی وايي، د دوی ادارې د کډوالو د نیولو او توقیف موضوع د فدرالي حکومت له چارواکو او سند حکومت سره شریکه کړې ده.

افریدي ډویچه ویله ته وویل: «د پاکستان خلک او حکومت د افغان کډوالو ساتني د څو لسیزو سابقه لري، موږ له چارواکو څخه غواړو، چي نیول سوي کسان راخوشي کړي.»