1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د افغان کډوالو تازه شمېرې، د کډوالو ستونزې څه دي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۲۴, شنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان وايي، د بې ځایه شویو افغانانو شمېر تر ۹ میلیونه واوښت. یوشمېر هغه افغانان چې دا مهال لویدیځ کې د پناه غوښتنې په تمه پاکستان او ایران کې دي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Twpd
آرشیف انځور: یو این اچ سي آر په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو نوملېکنه کوي
آرشیف انځور: یو این اچ سي آر په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو نوملېکنه کويانځور: WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان یا UNHCR تازه شمېرې ښيي چې شاوخوا ۹،۲ میلیونه افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بې ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو دغه شمېرې په خپله ټویټرپاڼه خپرې کړي، چې ښيي یواځې ۳،۲۵ میلیونه افغانان په کور دننه بې ځایه شوي.

د نویو شمېرو له مخې، همدااوس شاوخوا ۲۹۵ زره افغانانو د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړي.

ناامنۍ، بې روزګاري او سیاسي ناکراری له افغانستانهد کډوالۍستر عوامل بلل کیږي، سره له دې چې یادو ستونزو له تېرو څو لسیزو د دغه هېواد لمن نېولې، خو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې چې کله طالبان دویم ځلې واک ته ورسېدل له دغه هېواد د کډوالۍ او تېښتې څپه لاپسې تېزه شوه.

اړوند مطالب:د ایران او ترکیې پر پوله، له «شکنجو او باج اخېستو» د افغان کډوالو شکایت

په ایران کې د یوې افغان کډوالې کېسه    

۲۷ کلنه نازنین نوري له تېرو شپږو میاشتو په ایران کې په کوم لویدیځ هېواد کې د کډوالۍ له غوښتنلیک سره لالهانده ژوند کوي.

دا وايي، کابل کې یې له رسنیو سره کار کاوه خو د طالبانو په راتګ سره یې هلته ژوند سخت شو.

هغې په خورا ژړا او ساندو سره دویچه ویله ته د خپلې کډوالۍ کېسه وکړه.

«زه یو له هغو کسانو څخه یم چې په کابل کې په یوه برید کې ژوبله شوم، خپل هېواد راته ګران ؤ نه مې غوښتل وطن پرېږدم، خو کله چې طالبان راغلل ګواښونه راته ډېر شول، کور ته راپسې راغلل چې ماسره یې مستنده ویډیو هم شته په مرګ یې وګواښلم نو زه مجبوره شوم چې ایران ته راوتښتم، خپل کور او کورنۍ پرېږدم.»

دا افغان خبریاله چې پروینا یې لس کاله یې له رسنیو سره کار کړی خو اوس په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

نوري وویل، تهران کې د بیلابیلو هېوادونو سفارتونو ته په ایمیلونو ستړې شوې، خو هیڅ یو هېواد ورسره د مرستې ژمنه نه ده کړې.

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی

«د پاڼ او پړانګ ترمنځ»

دې زیاته کړه:«دنده نشته، کور نشته، بې سرپرستي ده، د کور مسؤلیت هم راپه غاړه دی او هیڅوک مو غږ نه اوري.»

دې وویل د ژوندانه دغو سختو شرایطو له روانې ستونزو سره مخ کړې ده.

«اوس زه نه دلته پاتې کیدای شم او نه هم بیرته افغانستان ته تللی شم، له ما لاره ورکه ده.»

اړوند مطالب:افغان کډوال په ایران کې د کورونو د کرایې له زیاتوالي شکایت کوي

اغلې نورې وايي په ایران کې ډېر داسې افغانان پیژني چې ان له څه کم دوه کلونو د بهرنیو هېوادونو د ویزو په تمه شپې او ورځې سبا کوي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې چې کله طالبان بیا واک ته ورسېدل د امریکا او آلمان په ګډون یوشمېر نورو لویدیځ هېوادونو خپل ځايي کارکوونکي او ځیني هغه افغانان چې فکر یې کاوه ژوند یې په خطر کې دی له افغانستانه واېستل.

اوس مهال په زرګونو دغسې افغانان چې د تخلیې له عملیاتو پاتې شوي پاکستان، ایران او د مرکزي آسیا ځینو هېوادونو کې د ویزو په تمه دي.