1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب خو شمیر یې لوړ شوی

۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبه

د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان د نړۍ درېيم هېواد دی چې زيات خلک یې کډوال دي او د نړۍ لومړی هېواد دی چې خلک يې له اوږده مهاله کډوال دي. کارپوهان یې لامل ناخوالې او کورنۍ جګړې ښيي چې د نیږدې پنځو لسیزو راهیسې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4VbfL
Pakistan Islamabad Flüchtlingslager
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

په افغانستان کې څلورنیمې لسیزې وړاندې د هغه وخت پر افغان ولسمشر محمد داود خان باندې روسي پلويو افغان پوځي افسرانو کودتا وکړه او یو کال وروسته پسې روسانو پر دغه هېواد يرغل وکړ، چې سلګونه زره افغانان پاکستان او ايران ته کډوال شول او له هغو لارو يې یو شمېر لويدځو هيوادونو ته لاړل.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود دي چې دوی يې په څلورو برخو ویشي، لومړی هغه يې ۱،۳ میلیون کډوال چې د دوی ۶۵ سلنه ځوانان دي، عمرونه يې تر ۲۵ کلونو کم دي، له يو اېن اېچ سي آر سره ثبت دي او دوی ته يې د ثبت سند یا (POR) په نوم کارتونه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې ويشلي دي چې د نورو خدمتونو تر څنګ، له مهالویش سره سم دوی سره نغدي مرستې کيږي.

له پیدایښت راهیسې مهاجرت کې ژوند کول

افريدی وايي د پاکستان حکومت او يو اين ایچ سي آر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت په لومړي پړاؤ کې دوه میلیونه کډوال په ټول پاکستان کې راجستر کړل چې بیا د وخت په تیریدو ځینې کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي او په دغه شمير کې وخت پر وخت بدلون راغلی چې د دې تر څنګ ورکړل شوي کارتونه هم وخت په وخت تمديد یا نوي کيدل.

هغه وايي افغان کډوال د دې اختيار لري څږ وغواړي خپل هيواد ته ستانه شي: «د POR کارتونو درلودونکي افغانان چې کله هم وغواړي بیرته افغانستان ته لاړ شي نو د دوو مرکزونو له کاري پروسې به تيريږي یعنې د ثبت له لست به لرې کيږي، چې یو مرکز په کويټه او بل د پیښور نوښار کې دی، بیا به ځي او په افغانستان کې په څلورو ولايتونو هرات، کندهار، ننګرهار او کابل کې زموږ دفترونو ته ځي او هلته هر تن ته ۳۷۵ امریکايي ډالر ورکول کيږي.»

د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان د نړۍ درېيم هېواد دی چې وګړي يې زيات کډوال دي او د نړۍ هغه لومړی هېواد دی چې اوسېدونکي يې له اوږده مهاله کډوال دي.
د ملګرو ملتونو په حواله افغانستان د نړۍ درېيم هېواد دی چې وګړي يې زيات کډوال دي او د نړۍ هغه لومړی هېواد دی چې اوسېدونکي يې له اوږده مهاله کډوال دي.انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmad

د افريدي په خبره چې له دوی سره د ثبت شويو افغان کډوالو ۵۵ زره ماشومان په پاکستان کې په زده کړو بوخت دي او پاتې هغه ځوانان چې زده کړې نه کوي هغوی ته په بیلابیلو تخنیکي او نورو برخو کې لږ تر لږه پنځوس ډوله کسبونه او هنرونه ور زده کوي چې له هغې لارې د خپلو کورنيو لپاره د ګټې وټې وړ وګرځي.

قیصر افریدی وړاندې وايي: »بله برخه ۸۴۰ زره هغه افغان کډوال دي چې د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې ثبت کړي او دوی ته يې د افغان تابعيت یا (ACC) په نامه کارتونه ویشلي چې یوازې د افغان تبعه په نوم پیژندل کيږي. له دوی سره نغدي مرستې نه کيږي خو زموږ له نورو خدمتونو برخمن کيږي لکه زدکړې، روغتيا او نور...«

د هغه په وينا چې ۵۰۰ زره افغانانو لا د کډوالۍ له هر ډول اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کاوه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ ز کال تر سیاسي بدلون وروسته ۶۰۰ زره نور هم را کډوال شوي، ځينو يې چې په ویزو راغلي، له یو اين ایچ سي آر سره په لومړي پړاؤ کې ځانونه ثبت کړي او پاتې نور هغه يې چې په نا قانونه ډول پاکستان ته دننه شوي، له دوی سره نه دي ثبت شوي.

قيصر افريدی وايي، دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال په ۵۴ کليو کې ژوند کوي چې پخوا به يې د کېمپ په نامه بلل، د دغو کلیو له جملې ۴۳ هغه يې په خيبر پښتونخوا، ۱۰ کلي په سیند او بلوچستان او يو کلی د پنجاب ایالت په ميانوالي کې پروت دی.

افریدی وړاندې وايي: »په خيبر پښتونخوا کې ۸۰۵ زره، په بلوچستان کې ۳۰۰زره، په پنجاب کې ۱۵۰زره او په سيند صوبه کې ۶۵زره راجسټر شوي افغان کډوال دي چې اکثره يې د دې صوبې په کراچۍ ښار کې اوسيږي.»

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

د قيصر اپريدي د وينا له مخې ۳۰ سلنه افغان کډوال په دغو کليو کې ژوند کوي او پاتې ۷۰ سلنه يې په نورو سيمو او ښارونو کې اوسیږي.

بل پلو د تير جمهوري حکومت چارواکي چې په پاکستان کې يې د افغان کډوالو په برخه کې مسئوليت لرلی، وايي چې که څه هم اوس د حکومت له لوري په دې برخه کې مسئوليت نه لري، خو هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو شميرې تر دې ډیرې ښيي.

عبدالحميد جلیلي چې د تیر جمهوري حکومت پر مهال د خیبر پښتونخوا ایالت لپاره د کډوالو د برخې آتشه و، وايي چې د ده د معلوماتو له مخې ۱،۴.۵ میلیون (څوارلس لکه ۵۰ زرو) افغان کډوال چې يو اين ایچ سي آر او د پاکستان حکومت له دوی سره په همغږۍ راجستر کړي و، موجود دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود دي
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود ديانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad

جلیلي زیاتوي: »هغه شمیرې چې د پاکستان حکومت يې د نا راجستر شویو افغان کډوالو په اړه خپروي لا هم کره نه دي، دا ځکه چې د دوی معیاري سروې نه ده تر سره شوې او دا هم د ځينو حکومتي ادارو د اټکل مخې وړاندې کړې دي، د دې باید سمه سروې تر سره شي چې کره شمير يې معلوم شي.»

هغه وايي په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته په ډیر شمير افغانان پاکستان ته راغلي چې کره شمير يې لا هم نه دی معلوم. دی وايي دوه ډوله خلک په دغې موده کې له ډیورنډ کرښې اوښتي چې يو ډول يې په ويزو او دویم هغه يې په ناقانونه ډول په پاکستان کې میشت شوي چې تر اوسه يې هيڅ برخلیک نه دی معلوم.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ ز کال د راپور له مخې له ۲۰۰۲ز کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې له پاکستانه ۴،۴ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ا.م / خ.ح / ن.ص