1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې غونډه کې د ګډون له پاره د طالبانو مهم شرطونه څه وو؟

۱۴۰۲ بهمن ۲۹, یکشنبه

یوې دیپلوماتیکي منبع ویلي چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د ګډون کولو له پاره دوه شرطونه مطرح کړي چې د منلو کیدو په صورت کې به یې قطر ته پلاوی استوي. دا په خپل ډول کې د ملګرو ملتونو دویمه غونډه ده چې په قطر کې دایریږي.

https://p.dw.com/p/4cY7z
Katar Doha Taliban
آرشیف انځورانځور: REUTERS

دا له یوه کال څخه په کمه موده کې د ملګرو ملتونو سازمان د خپل ډول دویمه غونډه ده چې د مختلفو هیوادونو د استازو په موجودیت کې په قطر کې ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د مشر انتونیو ګوتېرش ویاند د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به چې د ملګرو ملتونو سازمان د مشر په کوربتوب ترسره کیږي، له افغانستان سره د تعامل پر زیاتولو او د مرکزي آسیا دغه هیواد ته د همغږي ځواب پر ورکولو بحث وشي.

که څه هم ملګرو ملتونو په هغه غونډه کې چې د تیر کال په می میاشت کې ترسره شوې وه طالبانو ته بلنه نه وه ورکړې، خو په دې غونډه کې ترې د ګډون کولو غوښتنه شوې وه.

د فرانسې خبري آژانس د یوه لوړپوړي دیپلوماتیکي سرچینې په نقل لیکلي دي چې د طالبانو حکومت ویلي چې یوازې د «افغانستان د انحصاري استازي» په توګه او د مدني ټولنې د استازو په نه پام کې نیولو سره به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دې سرچینې چې خپل هویت یې پټ ساتلی دی زیاته کړې ده چې د طالبانو دویمه غوښتنه دا وه چې د طالبانو د حکومت پلاوی باید د ملګرو ملتونو سازمان له مشر سره ویني، څو د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي ته خپل دریځ وړاندې کړي.

د شنبې په ورځ د طالبانو د ادارې چارواکو وویل چې دوی د ملګرو ملتونو سازمان ته خپل وړاندیزونه رسولي دي او ټينګار یې کړی دی چې د شرایطو نه منل کیدو په صورت کې به یې په دغو مذاکراتو کې ګډون «بې فایدې» وي.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

په کابل کې «د افغانستان سیمه ايزې همکارۍ ابتکار» غونډه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل