1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو فارمټ غونډه، پایلې او غوښتنې یې څه وې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۸, شنبه

د مسکو فارمټ د غونډې ګډونوالو افغانستان کې د «حساب ورکوونکي» او «مسؤولیت منونکي» حکومت جوړولو غوښتنه کړې. خو آیا طالبان یې غوښتنې مني؟

https://p.dw.com/p/4X0LP
د روسیې په کازان کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه غونډه
د روسیې په کازان کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمه غونډهانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، په کازان کې د روسيي فارمټ غونډې ګډونوالو له طالبانو په زغرده وغوښتل چې له ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه داعش پروړاندې ټینګ او جدي ګامونه واخلي. سره له دې چې هغوی د داعش پروړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې خو بیا هم غږ کوي چې «د ټولو ترهګریزو ډلو پرضد چې اوس افغانستان کې دي باید اغیزمن ګامونه واخلي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله نه شي چې بیا هغه ترهګري او بې ثباتي د سیمي نورو هېوادونو ته وغځیږي.»

نشه يي توکو سره مبارزه

د مسکو فارمټ د غونډې ګډونوالو نشه يي توکو پرضد د طالبانو تګلارې هرکلی کړی، خو ددې تګلاري د لاټینګ ساتلو غږ کوي. هغوی غوښتنه کوي چې طالبان دې د نشه يي توکو د صنعتي تولید پروړاندې هم ودریږي چې دا مهال یې سیمي ته جدي خطر جوړ کړی.

ټولګډونه او حساب ورکوونکی حکومت

د کازان غونډې ګډه اعلامیه وايي، ددې غونډې ډيری ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې له ټولو سیاسي ډلو جوړ یو ټولګډونه حکومت باید رامنځته شي.

د ګډونوالو پر اند په دې سره د دوحې د سولې مذاکراتو نیمګړی باب بشپړیږي.

اعلامیه کې راغلي: «یو ځل بیا یې د افغانستان اوسنیو واکمنانو څخه وغوښتل چې د ټولو قومي، سیاسي استازو سره د سولې بهیر د بشپړېدا په خاطر د پایلو په چورلیز ولاړې خبرې وکړي، چې پر بنسټ یې یو انډولیز، پراخ ګډونه، ځواب ویونکی، حساب ورکوونکی او مسؤلیت منونکی دولت رامنځته شي.»

په مسکو کې افغان سیاسي شنونکي ډاکټر شیرحسن حسن دویچه ویله ته وویل، د کازان غونډه کې طالبانو ته یو ځل بیا د نړېوالو پيغام روښانه شو.

ښاغلي حسن چې په مسکو کې یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مسکو میشتو افغانانو په استازولي کتلي زیاته کړه، طالبانو کې له نړېوالو سره د ډيپلوماټیک تحمل نښې نه ښکاریدې.

«طالبان داسې ادرس نه دی چې مونږ ترې داسې توقع ولرو چې نړۍ سره داسې مناسبات وپالي چې افغانستان په یو سیال هېواد بدل کړي، اصلا هغوی د یو داسې څه جوګه نه دي.»

اړوند مطالب:د مسکو غونډه: د اسلامي امارت د بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوو

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو چارسنبالی امیرخان متقي توانېدلی چې د مسکو فارمټ غونډه کې د هېواد په ګټه لابي وکړي. ددغه وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد رسنیو ته په استول شويو پیغامونو کې ویلي چې مولوي امیرخان متقي د کازان غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان، قرغیزستان، چین او پاکستان ځانګړو استازو سره کتلي دي.

نوموړي تاتارستان ته د امیرخان متقي د سفر خبر هم ورکړی او پر خپله ایکس پاڼه یې لیکلي: «د تاتارستان جمهوریت په جمهوري ریاست ماڼۍ کي د جمهور رئیس ښاغلي روستم مینیخانوف له لوري د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر تود هرکلي وشو او دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.»

سیاسي شنونکي وايي، بهرنیو سفرونو او د مسکو په څېر غونډو کې د طالبانو د ګډون ترټولو ستره موخه دا وي چې په رسمیت پېژندنې کې د روسيي او چین په څېر هېوادونو پام ځانته واړوي.

لندن کې پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل چې «د مسکو فارمټ غونډه او یا هم نورې غونډې چې جوړیږي، اصلا په شرق او غرب کې دداسې غونډو جوړول په یوه سیالي اوښتې، ځکه هر یو یې غواړي چې په سیمه کې خپل نفوذ وښيي. د مسکو فارمټ غونډې آهمیت هغه مهال له منځه ولاړ چې ضمیر کابلوف وویل، چې مونږ امریکا ته د ګډون بلنه نه ورکوو، په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان په ټولو قضاياو کې ښکېله ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په تېرو څه باندو څلورو لسیزو کې له هېواده بهر ټولګډونه حکومتونه ناکام ول
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په تېرو څه باندو څلورو لسیزو کې له هېواده بهر ټولګډونه حکومتونه ناکام ولانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

معارج زیاتوي چې د مسکو فارمټ غونډه طالبانو لپاره هم نوي څه نه درلودل، ځکه ښاغلي کابلوف په پيل کې لا وویل چې امیرخان متقي د میلمه په توګه وربلل کیږي، نه د یوه رسمي استازي په توګه.

د کازان غونډه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې طالبان باید له تبعیض پرته د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وکړي او پر خپلو هغو تګلارو دې له سره غور وکړي چې ښځې او نجونې یې محدودي کړي دي.

دوی ټینګار وکړ چې افغان میرمنو او نجونو ته باید د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.