1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مسکو کې د طالبانو د مخالفانو غونډه

۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبه

د طالبانو ځينو مخالفو سیاسي څېرو د پنجشنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/4ZMww
Ahmad Massoud
انځور: Mohammad Ismail/REUTERS

دغه غونډه د «افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

یاده غونډه چې د روسیې د عدالت ګوند، علومو اکاډمۍ او د «عادلې نړۍ اینستیتوت» له خوا رابلل شوې وه په پریزدنت هوټل کې ترسره شوه.

د عدالت ګوند مشر او د روسیې د پارلمان مرستیال سرګي میرانوف د دې غونډې یو له اصلي ویناوالو څخه وو.

روسیې د سپټمبر مياشتي په لومړیو کې د مسکو فارمټ په چوکاټ کې غونډه وکړه او په افغانستان کې یې د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه، خو طالبانو په وار وار د دغه ډول حکومت جوړېدل رد کړي دي.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې»  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه کنفرانس د جوړیدو موخه «روسیه لیواله ده چې په افغانستان کې ثبات راشي یو ټولشموله حکومت جوړ او له ترهګرۍ،نشه یې توکو سره مبارزه وشي دغه راز ټولنیزه پراختیا او په نړیواله کچه اقتصادي همکاري رامنځته شي.»

که څه هم روسیه په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ سره اړیکه لري، خو د دغې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

 دغه هېواد په تېرو وختونو کې هم د افغانستان په اړه د ډېرو غونډو کوربه توب کړی دی.

د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی وو، وويل چې په تېرو دوو کلونو کې يوه برخه افغانان د مذهب تر نامه لاندې د «غلامانو په څېر» ژوند کولو ته اړ شوي دي او ډېر خلک کډوالۍ ته مجبوره شوي دي.

د طالبانو پر وړاندې وسلوال مقاومت تر کومې کچې جدي دی؟

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په ګډون ټول قوانین لغوه شوي او دا هېواد د افراطیت، ترهګرۍ، جنایتکارو ډلو او قاچاق په جنت بدل شوی دی. نوموړي  وويل: «موږ نن دلته راټول شوي يوو او هوډ لرو چې خپل هيواد په کورني یووالي او ستاسو او نړۍ په همکارۍ له اوسني حالت څخه وباسو.»

له طالبانو سره د نړۍ پر اړیکو نیوکې

په دغې غونډه کې «د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند» مشر او د طالبانو سیاسي مخالف محمد محقق هم ګډون کړی وو. محقق چې د «افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا» غړی هم دی، په دې کنفرانس کې وویل: «د ملي مقاومت شورا له واک سره بل پړاو ته د ننوتو له پاره چمتو ده، یعنې د هراړخیزې مبارزې حق يې په سیمه کې ساتلی دی. چې په مناسب وخت کې به ترې کار واخلي.»

نوموړي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره خبرې ګټورې نه وې او په راتلونکي کې به نه جبرانېدونکې وي. هغه ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د بدلون او سمون په هیله خبرې بې ګټې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو وضعیت یاد کړ او د هغوی وضعیت یې «تراژیک» وباله. د نوموړي په باور دغه قوم دوه ډوله تبیعض، قومي او مذهبي زغمي.

محقق زیاته کړه: «د وسلو ټولولو بهانه، پر هزاره ګانو ملا ماتوونکې مالي فشارونه، د ځمکو غصب او په بېلابېلو ولایتونو کې له خپلو پلرنیو ځمکو څخه په زوره کډوالي هغه ظلمونه دي چې پر وړاندې يې کيږي.»

محقق په خپلو خبرو کې د ښځو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې «په معاصره نړۍ کې په زنداني غلامانو» بدلې شوې دي.

په دغه کنفرانس کې یو شمېر ښځینه فعالانو هم ګډون کړی و. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، طالبانو ښځې له ټولو سیاسي، فرهنګي او مدني بهیرونه لرې کړي او د دین او کلتور له نوم څخه په استفادې داسې کارونه کوي چې د افغانستان په دین او کلتور کې ریښې نه لري.

د فوزیې کوفي په وینا، طالبانو د ښځو د حقونو د محدودولو له پاره تر دې دمه ۸۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

وسله والو طالبانوچې په دې غونډه کې یې ګډون نه و کړی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً د هغو غونډو په اړه انتقادي نظر لري چې د دوی مخالفین پکې حضور لري.

په تيرو وختونو کې طالبانو د خپلو سياسي مخالفينو نيوکې رد کړي او له هغوى يې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او خپل عادي ژوند ته دې دوام ورکړي.

د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو پر وړاندې خنډ ګرځیدی شي؟