1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي اوس هم مدني ټولني فعالي دي؟

۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعه

طالبانو ویلې دي چې مدنې ټولنې دي خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او کومه ستونزه نه ور سره لري. خو هغه مدني فعالان چې په ځينو ولايتونو کې د طالبانو له خوان نيول سوي دي، څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4CqvI
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration für Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو د ریاست الوزار دوهم مرستیال مولوی عبدالکبیر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې دي چې دوی په افغانستان کې د ۳۴ مدنې ټولنو له استازو  سره لیدلي چې پکې ښځي او نارینه وو ګډون درلود، او د هغوی پوښتنو او غوښتنو ته یې ځوابونه ویلي دي.

د ریاست الوزار پر ټویټر پاڼه لیکل سوي: «زموږ دروازې تل ستاسې پر مخ خلاصې دي او اسلامي امارت ستاسو هر ډول اصلاحي تنقید مني او د اصلاح کوښښ کوي.»

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې ده: «امارت ځینو شته ستونزو ته متوجه دی او د حل له پاره یې هڅې روانې دي.»

خو په هیواد کې شته مدنې فعالان وایې چې د طالبانو حکومت د پیل سره سم یې خپل فعالیتونه درولې، ځیني فعالان له هیواده وتلې او خپل ځان یې دلته خوندې نه ګاڼه.

خو د افغانستان په جنوب کې يو مدني فعال چې خپل نوم احمد (مستعار) يادوي، دویچه ویله ته وويل: «له طالبانو سره شپږ ورځې بندي وم ماته یې د مرګ ګواښونه کول په هغه ځای کې یې بندي کړم چې څو میاشتې وړاندي یې یو بل مدنې فعال همدلته په بند کې ووژل شو.»

هغه دویچه ته وويل چې ده ته ویل سوي چې نور به له ملګرو سره ناسته پاسته نه کوي او نه به مدنې فعالیت پیلوي. هغه زياته کړې چې له بنده تر خوشې کیدو وروسته ورباندي بندیز لګیدلې چې نور به هیځای تګ راتګ نه کوی او د هغوی تر څار لاندي دی.

طالبانو په خپله بيا واکمنۍ کې ګڼ شمیر مدنې فعالان او خبریالان څو ورځې بندي کړي او وروسته یې خوشې کړي، خو یوشمېر نور یې لا اوس هم ورسره په بند کې شپې او ورځې تیروي.

په هلمند کې د بست مدنې ټولنې مشر عبدالغفار اسحق زای له دویچه ویله سره د مرکې پرمهال وویل: «زموږ هڅه داوه چي په ټولنه کي د دولت او اولس ترمنځ د خلکو ستونزي حل کړو او مدني ټولنې چې ډېري هم دې دلته اړتیا سته چې هر لوستې کس مخکې هڅه کول ترڅو دا فعالیت ترسره کړي ترڅو د خلکو او دولت ترمنځ واټن راکم کړي.»

اسحق زای وویل: «په تیرو ۹ میاشتو کې موږ هیڅ نوعه فعالیت نه دی کړی او د ریس الوزرا دا ناسته چې د مدني فعالینو سره یې ترسره کړل تر ټولو ښه وه هر مدنی فعال اماده دی چې د طالبانو  د ادارو سره په وړیا ډول فعالیت ترسره کړي د خپل توان په اندازه.»

Afghanistan Kabul | Frauendemonstration
د طالبانو عدلې وزارت: د خپلو اصولو په رڼا کې مدني فعاليتونو ته اجازه ورکوي... - د آرشیف انځور - کابل د دسمبر ۱۶مه ۲۰۲۱ انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند محمد اکرام دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان اسلامې امارت د خپلو اصولو په رڼا کې مدنې ټولنو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان دننه کې داسي فعالیت ترسره کړي چې له اسلامې شریعت سره په ټکر کې نه وي.»

ده وویل چې له تیرو څو میاشتو راهیسې هیڅ مدنې ټولنې تر اوسه پوري نوې جواز نه دی اخیستې او سلګونو مدنې ټولنو خپل فعالیت درولی او ځینی یې فعالیت کوي.

اکرام وایې: «په عدلې وزارت کې ځیني قوانین تعدیل سوي او ځیني نور تر کار لاندي دې خو د اسلامې امارت ټولو مدني فعالیتونو ته اجازه ورکوي چې دوی خپل سالم انتقادونه پر حکومت باندي کولای سې او کوم مشکل به نه وي.»

پعه تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ۴۴۷۶  بیلابیلو مدني ټولنو او جمعیتونو شتون درلود چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې یې خپل فعالیت کاوه خو اوس دغه فعالیتونه د طالبانو له ویري په ښکاره ډول نه ترسره کیږي او ډیر  پیکه ښکاري.

صفت الله زاهدي