1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم هېواد د حماس او اسرائيل شخړه کې منځګړيتوب کولی شي؟

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

داسې مهال چې امريکا، اروپا، روسيه او چين وايي چې د تاوتريخوالي کمولو کې مرسته کوي، د منځني ختيځ هېوادونه بايد احتمالاً رافعال شي. هم د بشري او هم د ديپلوماتيکو دلايلو له مخې.

https://p.dw.com/p/4XVRE
د غزې په خان يونس کې ويجاړ کورونه
د غزې په خان يونس کې ويجاړ کورونهانځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

تېره آخره اوونۍ د حماس نيمه پوځي ډلې له خوا پر اسرائيل تر ترهګرې حملې وروسته چې تر ۱۲۰۰ زيات خلک يې ووژل، په سيمه کې شخړه پر زياتېدو برېښي. حماس د اروپايي اتحاديې، متحده آيالاتو او نورو هېوادونو له لوري يوه تروريستي ډله بلل کيږي.

په روانه اوونۍ کې د اسرائيل هوايي ځواکونو ويلي دي چې ۶۰۰۰ بمونه يې د غزې پر تراډې غورځولي دي چې يوازې ۴۰ کيلومتره اوږده يوه پټۍ او په نړۍ کې تر ټولو ګڼ مېشته سيمه ده. د اسرائيل د سختو هوايي بريدونو له کبله اوس په غزه کې تر ۱۵۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.اسرائیل: د غزې د شمال اوسېدونکي دي په ۲۴ ساعته کې له سیمي څخه ووځي

دا چې د سلو په شاوخوا کې يرغملو کسانو د آزادولو هڅه کوي، نو اسرائيل په غزه کې مېشت څه نا څه ۲،۲ ميليونه وګړي کلابند کړي دي. اسرائيل دغه سيمه د ۲۰۰۷م کال راهيسې کنترولوي. د اسرائيل او لبنان پر پوله بيا، د حزب الله تندلارې ډلې د حماس په ملاتړ پر اسرائيل توغندي ويشتلي دي. د اسرائيل په نورو برخو کې افراطي اسرائيلي ناقلينو فلسطيني ملکي وګړي وژلي دي.

صنم وکيل چې په بريتانيا کې مېشت د چاتم هاوس فکري مرکز د منځني ختيځ او شمالي افريقا د پروګرام مشره ده، په مختصر شکل ليکلي چې »په ټول منځني ختيځ کې داسې ښکاره اندېښنې شته چې په دغه سيمه کې به پراخه جګړه ونښلي.«

په دغسې يوه جګړه کې ښايي د وکيل په ګمان هغه فلسطينيان هم برخه ولري چې په ګاونډي اردن، مصر، لبنان او حتی ايران کې مېشت دي. د هغې په خبره »د خليج عربي هېوادونه هم ويريږي چې کورنی امنيت به يې له زياتېدونکي تاوتريخوالي څخه اغېزمن شي.«اسرائیل: »د حماس تر بريد وروسته د مړو شمېر له ۱۲۰۰ واوښت«

په ورته وخت کې نړيوالې ټولنې د منځګړيتوب ځينې هڅې کړې دي. ډېرو هېوادونو ويلي دي چې غواړي اسرائيل ته د يرغملو د ستنېدو په برخه کې منځګړيتوب وکړي، تر بريد لاندې فلسطيني ملکيانو ته د يوه بشري دهليز په برابرولو کې مرسته وکړي او د يوه ممکن اوربند په مذاکراتو کې ونډه واخلي.

متحده آيالاتو، اروپايي هېوادونو، روسيې او چين ټولو ويلي دي چې مرستې کولو ته لېواله دي. خو پر دې سربېره وکيل استدلال کوي چې د منځني ختيځ هېوادونه بايد د دې لړۍ مشري ولري. نوموړې وايي چې »هغه رول چې متحده آيالات، چين او نور نړيوال لوبغاړي لوبوي ښايي مهم هم وي. خو (د سيمې) هېوادونه بايد مشري ومني.«

دغسې يوه کار ته اړتيا هم ده. په مارچ مياشت کې چين د يوې ديپلوماتيکې هڅې په پايله کې سره مخالف هېوادونه سعودي عربستان او ايران سره نږدې کړل. چينايان وايي چې غواړي اوس په دغه موضوع کې هم مرسته وکړي. د دې هدف له پاره يې له مصر سره د ګډ کار کولو پر اړتيا هم اعتراف کړی دی.د اسرائيلو هوايي بريدونو د «اسلامي جهاد» ډلې هدفونه په نخښه کړي

د امريکا متحده آيالات له اسرائيل سره د ټينګو اړيکو له کبله په هر ډول مذاکراتو کې کليدي نقش لوبوي، خو له حماس سره د اړيکو نيولو له پاره نورو هېوادونو ته هم اړتيا لري. د اسرائيل ګاونډی هېواد مصر ډېر ښکېل دی، ځکه چې د اسرائيل پرته يوازنۍ هغه سرحدي سيمه په اختيار کې لري چې د غزې اوسېدونکي ترې له خپلې کلابندې سيمې څخه د وتلو له پاره استفاده کولی شي.

په روانه اوونۍ کې د مصر مطلق العنانه مشر، عبدالفتح السيسي ټينګار وکړ چې دوی به غزې ته يوازې بشري مرستې ورپرېږدي. د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې له سرحد د تېرېدو ځای رفح يې بېرته پرانيستی دی وروسته له دې چې د اوونۍ په پيل کې د اسرائيل له خوا پرې بمباري شوې وه.

د روغتيا نړيواله اداره، ملګري ملتونه او د سره صليب سازمان ټولو ويلي دي چې کمک به وکړي که د بشري مرستو له پاره يو بشري دهليز رامنځته شي. خو مصر نه غواړي پرېږدي چې د رفح له لارې خلک تېر شي. دا ځکه چې فلسطينيان په ۲۰۰۸م کال هم مصر ته وتښتېدل کله چې اسرائيل په لومړي ځل غزه کلابنده کړې وه.

کاترين شېر/ن.ص./ن.ز.