1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍنړیوال

اسرائيل غواړي چې د الجزيره رسنۍ دفتر وتړي

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

د اسرائيل د مخابراتو وزير وايي غواړي د الجزيرې ځايي دفتر تړلو ته د کابينې اجازه ترلاسه کړي. نوموړي پر دغې خبري شبکې د حماس پلوو پارونو تور ولګاوه.

https://p.dw.com/p/4XYEi
په دوحه کې د الجزایر مرکزې دفتر
په دوحه کې د الجزایر مرکزې دفترانځور: Karim Jaafar/AFP/Getty Images

د اسرائيل د مخابراتو وزير وړانديز وکړ چې د عربي خبري رسنۍ الجزيره ځايي دفتر دې وتړل شي. نوموړي پر دغې قطري شبکې تور پورې کړ چې د حماس په پلويتوب پارونو ته لمن وهي او دا چې ګوندې اسرائيليعسکر له غزې څخه د احتمالي بريدونو خطر ته متوجه کوي.

د اسرائيل د مخابراتو وزارت غواړي چې اوس له کابينې څخه د دې کار له پاره جواز په لاس وروړي. اصلي تور يې دا دی چې د اسرائيل ضد احساساتو ته په دغه خبري شبکه کې لمن وهل کيږي.