1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان صدارعظم د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې څه ویلي؟

۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبه

د المان صدراعظم اولاف شولڅ وویل چې د اوکراین پر ضد د روسیې جنګ زمونږ او زمونږ د هیواد له پاره یو سخت امتحان دی. نوموړي د انرژۍ د بحران پر مهال د ولس د هڅو ستاينه وکړه او زیاته یې کړه چې المان څوک نه شي ګواښلی.

https://p.dw.com/p/4Laym
SPERRFRIST BEACHTEN | Berlin | Aufzeichnung der Neujahrsansprache von Bundeskanzler Scholz
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د المان صدراعظم اولاف شولڅ د نوي عیسوي کال په مناسبت پيغام کې خپل ولس ته ویلي دي لکه څنګه چې ولس په ۲۰۲۲م کال کې ډیره ښه «هم غږي، قوت... او اعتماد» ښکاره کړ، په همدې ډول په نوي کال کې هم خپل همت او حوصله وساتي.

شولڅ د تلویزونې وینا له پاره دغه متن چمتو کړی چې بشپړه بڼه به یي د شنبې په ماښام خپور شي، خو له وخت مخکې دا دویچه ویله ته د نشرولو له پاره سپارل شوې ده. شولڅ ویلي دي چې ۲۰۲۲ م کال یو ستونزمن کال و، خو زیاته یي کړه چې المان هم یو«غښتلی هیواد» دی.

نوموړي وویل چې «دا هیواد د یوه روښانه او امن راتلونکي له پاره په دقت او محنت سره کار کوي او په راتلونکي کال کې به هم یو بل سره د همکارۍ کولو لړۍ جاري وساتي.»

د اوکراین له ولس سره خواخوږي

د شولڅ د وینا مهمه موضوع د اوکراین پر ضد د روسیې جنګ وو. هغه وویل چې له جګړې ډیر خلک په تکلیف کې دي:«مونږ د اوکراین له ولس سره خواخوږي لرو، چې نن ورځ هم د روسیې له توغندیو او بمونو څخه په امن کې نه دی.»

جرمني: شولڅ د اټومي جنگ خطر لږ بولي

خو هغه وویل:« ۲۰۲۲م یوازې د جګړې، مصیبتونو او تکلیفونو کال نه دی. د اوکراین اوسیدونکي د خپل هیواد دفاع هم کوي. زمونږ د مرستې له امله مننه کوي....او مونږ به له اوکراین سره خپل ملاتړ جاري وساتو.»

تر امریکا وروسته المان له اوکراین سره تر ټولو ډیر مرسته کوونکی هیواد  دی او له دغه هیواد سره یي د میلیونونو ډالرو په ارزښت، پوځي، بشري او مالي مرستې کړي دي. شولڅ وویل چې اروپايي اتحادیه او ناټو اوس تر پخوا ډیر زیات متحد دي.

د ۲۰۲۰م کال له پاره آلمانانو ته د میرکل سپارښتنې

په فیبرورۍ کې د روسیې تر برید وروسته المان تر یوه میلیون ډیرو اوکرایني مهاجرو ته ښه راغلاست ویلي دي. شولڅ وویل: «په داسې بیړني وضعیت کې د مرستې وړاندیز دا په اثبات رسوي چې بالاخره مونږ څوک یو. دا زمونږ هیواد لا زیات میلمه پاله کوي.»

المان د ګواښل کیدو څخه انکار وکړ

دغه الماني سیاستوال وویل چې جنګ د یوه مهم پړاو ترڅنګ «زمونږ او زمونږ د هیواد له پاره یو سخت امتحان» هم دی.

هغه وویل چې مونږ ټول په خپل ورځني ژوند کې د جګړې اغیزې احساسوو، په سوپرمارکیټ کې د خریدارۍ پرمهال، د تیلو په ټانک کې او یا هم د خپل برق او ګازو د بل ادا کولو پر مهال. خو هغه زیاته کړه چې هیواد یي له بلیک میل یا ګواښل کیدو څخه انکار وکړ او د پخوا په پرتله څو برابره زیات متحد دی.

اوکراین د راتلونکي کال له پاره خپله جنګي بودیجه اعلان کړه

شولڅ د ژمي له را رسیدو څخه مخکې د ګازو زیرمه کولو په برخه کې د خپل حکومت د کوښښونو یادونه هم وکړه. نوموړي د مایع ګازو د زیرمه کولو له پاره د ذخیره ګاو جوړولو ته هم اشاره وکړه چې لومړی یې د دسمبر میاشتې په لومړیو کې پرانیستل شو.

هغه وویل »له دغو کوښښونو سره مونږ خپل هیواد او اروپا د اوږدې مودې له پاره د روسي ګازو له وابستګۍ څخه خلاصولی شو.«

د انرژۍ د سپمولو له پاره له ولس څخه مننه

د المان صدارعظم له انرژۍ څخه د مناسبې استفادې په خاطر له ولس څخه مننه وکړه او ټینګار یي وکړ چې خپل د انرژۍ د سپمولو کمپاین به جاري ساتي. نوموړي د حکومتي مرستو مختلفو بستو ته هم اشاره وکړه څو هر کس په المان کې د زیاتیدونکو قیمتونو سره مقابله وکولی شي.

د المان صدراعظم وویل چې هم غږي د المان تر ټولو ستره سرمایه ده: «راځئ پر هغه لار لاړ شو چې تیر کال مو ترشا پريښې ده. راځئ چې له همت سره پر دې لار لاړ شو».

(لوئس اولوفس) ش.ن/ا.و.ا