1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۲۰م کال له پاره آلمانانو ته د میرکل سپارښتنې

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د نوې میلادي لسیزي د پیل په مناسبت د آلمان صدراعظمې انگیلا میرکل خپل اولس لا زیاتې زړه وړتیا، راتلونکی ته امیدوارۍ او نوو افکارو ته راوباله. هغې د اقليم بدلون، ديجيتالي کيدنه او مهاجرت د سترو چلنجونو په توگه ياد کړل.

https://p.dw.com/p/3VX2b
Angela Merkel Neujahrsansprache SPERRFRIST
انځور: Reuters/M. Tantussi

انگیلامیرکل د نوي عیسوي کال په مناسبت خپلې وینا کې وویل:«۲۰۲۰ م کال به یو نیکمرغه کال وي. موږ به یو وار بیا حیران سو چې څه کولای سو. که موږ په صداقت او پراخ تندی سره نوي کال ته ورداخل سو، نو ډیرو شیانو ته به په ښه توگه بدلون ورکړو.»

۶۵ کلنی صدراعظمې په خپلو دا ډول غوښتونو سره آلمانان نوي کال او نوې لسیزې ته راوبلل.

د تلویزیون له لاریې د آلمان د صدراعظمې ویناوي پرته د نوي کال په مناسبت، ډیرې کمې لیدل کیږي. میرکل هیڅکله کومه ځانگړې وینا نه ده کړې. د نوي کال په مناسبت د هغې وینا، په داسي یو مناسب وخت له تلویزیون څخه خپریږي چې ډیر کسان یې ولیدلای سي. دا د نوي کال په ویاړ د هغې ۱۵ مه وینا ده.

د میرکل ځانگړتیاوي

میرکل په ۲۰۰۵ کال کې د اصلاحاتو د رامنځته کوونکې په توگه خپله د صدراعظمۍ دوره پیل کړه او تل یې دا خبرداری ورکاوه چې آلمان او د هغې مسیحي دیموکرات گوند باید راتلونکي ته نورهم وهڅول سي. اوس هم د نوي کال په مناست د هغې په وینا کې ورته غوښتنې لیدل کیږي: »آلمان لازیات جرأت او نوو افکاروته اړتیا لري.«

میرکل په اوس وخت کې له درو چلنجونو څخه یادونه کوي. د کاري ژوندانه دیجیتالي کیدل، په گاونډي لویه وچه افریقا کې د مهاجرت د دلایلو له منځه وړل او تر ټولو زیات د اقلیم بدلون. د هغې په خبره « لکه څنگه چې دا هر څه د انسانانو له خوا رامنځته سوي نو باید انسانان هم د امکان تر حده هڅه وکړي چې د بشریت پر دغو چلنجونو باندې بریالي سي.»

مهمه موضوع د اقلیم ساتنه

 میرکل څه وخت مخکې د آلمان د ایالتونو او ښارونو له خوا، د اقلیم په اړه تصویب سوی قانون د یوه ښه اساس په توگه یاد کړ چې نورو مشکلاتو ته د حل لار پرانیستلای سي. دا په دې پوهیږي چې دا ډول پریکړي ځیني کسان وارخطا کوي او د ځینو نورو له پاره بیا هغه حتی کافي هم نه وي. د هغې په خبره، دا به له خپل ټول قوت څخه کار واخلي تر څو آلمان، د اقلیم بدلون که هغه د اقتصادی لارې وي او که ټولنیزي لارې، تر خپل کنترول لاندې راولي. میرکل په دې ډول نورو گوندونو ته هم یو زیگنال استوي چې غواړي د چاپیریال ساتنې ته په یوازې ډول نه بلکې په گډه سره مبارزه وسي.

«هغه څه چی موږ له يو بل سره تړي»

میرکل په خپله وینا کې د آلمان د بیرته یووالي موضوع ته چې په ۲۰۲۰ کال کې به یې ۳۰ کاله پوره سي، په اشارې سره وویل چې په تیرو کلونو کې په آلمان کې د بیرته یوځای کیدو، د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو عواقبو په اړه تاوده بحثونه ترسره سول. هغې زياته کړې چې که څه هم ډیرې لاسته راوړنې موجودی دي، خو بیا هم باید تر هغه لا ډیر څه تر سره سي، لکه څنگه چې مو ۳۰ کاله مخکې ورباندې فکر کړی وو.

Weihnachtsbaum am Kanzleramt in Berlin Tiergarten
میرکل د نوي کال په مناسبت خپله وینا د صدارت په ماڼۍ کی ورکړهانځور: picture-alliance/Global Travel Images/Juergen Held

میرکل د خپلې وینا په بله برخه کې په دغه هیواد کې د نورو په وړاندی نفرت، راسیزم او د یهودیانو ضد مفکورو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې په ځانگړي ډول دا د آلمان د حکومت مکلفیت دی چې د اولس ساتنه وکړي.  

۲۰۲۰ کال به د اروپا کال هم وي

میرکل د خپلې وینا په پای کې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپایی ټولنې د شورا د آلماني مشرتابه پلانونو ته هم یوه کتنه وکړه. هغې ټینگار وکړ چې د چین او افریقایي هیوادونو سره به لیدنې کتنې ترسره سي.

د آلمان صدراعظمې له هغو کسانو څخه هم په ځانگړي ډول مننه وکړه چې له هیواد څخه لیرې خپلې دندې پر مخ بیایي، لکه سرتیري، پولیس او ملکي مرستندویان.

هغې خپل ټول اولس ته د له روغتیا ډک، خوشحاله او نیکمرغه نوی ۲۰۲۰ عیسوي کال غوښتنه وکړه.