1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د راتلونکي کال له پاره خپله جنګي بودیجه اعلان کړه

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د راتلونکي کال له پاره د «جنګ یوه بودجه» اعلان کړه. دغه بودجه به چي تر یو بلیون ګریونا اضافه، کومه چي د تقریبأ ۲۷ ميلیارډه یورو سره معادله ده، د دفاع او امنیت په لار کي مصرف سي.

https://p.dw.com/p/4Ga2x
Ukraine-Krieg | Wolodymyr Selenskyj
انځور: Ukraine Presidential Press Service/AFP

دغه بودجه به چي تر یو بلیون ګریونا اضافه، کومه چي د تقریبأ ۲۷ ميلیارډه یورو سره معادله ده، د هیواد د دفاع او امنیت په لار کي مصرف سي. ویل کیږي چي په بودجه کي به ټوله اجتماعي خدمات، لکه تقاعد او نور پوره شامل وي.

زیلنسکي همدارنګه په غیر مستقیم ډول سره د هیواد په ختيځ کي د خپلو ځواکونو متقابل عملیات تائید کړل. په خبره یې په دې اونی کي د خارکیف څخه ښه خبرونه رارسیدلي دي.

ملګرو ملتونو د اوکراین په جنګي ساحو کي د روسیې پر په اصطلاح «تبعیدي کمپونو» باندي په وضاحت سره انتقاد کړی دی. د ملګرو ملتونو د سیاسي مسایلو مسؤلي، روزه ماري ډیک کارلو په نیویارک کي د امنیت شورأ په یوه جلسه کي وویل، چي «په دوامداره ډول او په زوره سره د شړل کیدو ادعاوي او د په اصطلاح «فلټري کمپونو» وضعیت ډېر د تشویش وړ دی.»

د همدغه سازمان د بشري حقوقو د دفتر رئیسې، ایلزه، برند کیریس د همدغي جلسې پر مهال اضافه کړه او ویې ویل، داسي معتبره رپوټونه موجود دي، د کوم پر اساس چي اوکرایني کوچنیان د خپلو والدینو څخه جلا کیږي او روسیې ته انتقالیږي، تر څو هلته ژر تابعیت تر لاسه او د فرزندۍ له پاره په اختیار کي ورکړل سي.