1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني: شولڅ د اټومي جنگ خطر لږ بولي

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د اټکلونو پراساس د یوه اټومي جنگ خطر لږ سوی دی. ځکه روسیه اوس نور د اټومي وسلو د استعمال د تهدید خبره نه کوي.

https://p.dw.com/p/4Kf4p
Olaf Scholz
انځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

شولڅ د فونکه رسنیز گروپ ته ویلي دي چي بین المللي ټولني روسیې ته یو سور خط کش کړی دی، او اوسنی حالت د دې کار په مقابل کي رامنځته سوی دی. 

د دې خبري په جواب کي چي ایا د یوه اټومي تشنج د رامنځته کیدو خطر له منځه تللی دی، شولڅ وویل: «موږ د اوس له پاره د دې په مقابل کي یو سرحد تعین کړی دی».

شولڅ په عین حال کي خپله دا غوښتنه تکرار کړه چي روسیه دي په عاجل ډول سره جنگ ته خاتمه ورکړي او خپلي قواوي دي له اوکراین څخه وباسي.