1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي ۷ ډله: ایران دې د روسيې پوځي ملاتړ پای ته ورسوي

۱۴۰۲ بهمن ۲۹, یکشنبه

د اووه صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه وغوښتل چې د روسیې پوځي ملاتړ ته دې د پای ټکې کیږدي. دغې ډلې له نورو هیوادونو هم غوښتنه وکړه چې پر ایران دې په بې پيلوټه الوتکو کې کاریدونکي پرزې نه خرڅوي.

https://p.dw.com/p/4cXrX
Deutschland | Münchener Sicherheitskonferenz | Treffen der G7 Aussenministerinnen und Aussenminister
د جي اووه ډلې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ميونيخ کنفرانس په څنډه کېانځور: Thomas Trutschel//photothek/Auswärtiges Amt/picture alliance

د جي اووه ډلې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونشن یا ميونيخ کنفرانس په څنډه کې له یوه بل سره ولیدل. د دې لیدنې کتنې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې په هغې کې له ایران څخه غوښتل شوي دي چې د روسیې نظامي ملاتړ دې بند کړي او د اوکراین پر وړاندې د دې هیواد د جکړې اور ته دې لمن نه وهي.

جې اووه ډلې همدارنګه له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د ایران د بې پيلوټه الوتکو پروګرام له پاره دې د اړینو پرزو له استولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به په پای کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د ملاتړ په معنی وي.

داسې اسناد او شواهد موجود دي چې روسیه د ایران د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکراین پر ملکي زیربناو بریدونه کوي. ایران ادعا کوي چې دغه ډرونونه یا بې پيلوټه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید څخه مخکې دغه هیواد ته ورکړل شوي دي.

د جې اووه ډلې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر اوکراین د روسیې برید د ملګرو ملتونو سازمان د منشور ښکاره نقضول بللي دي او د اوکراین له «ازادۍ، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا» څخه د دفاع او ملاتړ په برخه کې پر خپلې کلکې ارادې ټينګار کړی دی.

جي اووه ډله کې امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، المان، ایټالیا او جاپان هیوادونه شامل دي او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه د شنبې (د فبرورۍ میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ د مونشن امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دوی تر لیدنې کتنې ورسته خپره شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب