1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د ایران د بې پيلوټه الوتکو ځینې پرزې د اوکراین د متحدینو دي

۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبه

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا مشر ویلي چې په زیات احتمال سره د ایران ساخت بی پیلوټه الوتکو ځینې پرزې د اوکراین په ملاتړ کوونکو هیوادونو کې جوړې شوې دي.

https://p.dw.com/p/4SB5e

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا مشر الکسي دانیلوف، د شنبې په ورځ د دغه هیواد تلویزون سره په مرکه کې وویل کارپوهان د «شاهد بې پیلوټه الوتکو» چې د اوکراین پر ښارونو یې بریدونه کول، د څیړنې په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د دغو بی پیلوټه الوتکو ځینې پرزې د ایران او روسیې کې جوړې نه دي او په زیات احتمال سره د اوکراین په ملاتړ کوونکو هیوادونو کې جوړې شوې دي.

د هغه په وینا د دې احتمال هم شتون لري چې دغه بې پیلوټه الوتکې د جګړې له پیلیدو مخکې روسیې ته سپارل شوې وي، ځکه په عمده ډول له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې جوړې شوي دي.

Iranische Drohnen
انځور: irdiplomacy.ir

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ

د امریکا د «سي ان ان» تلویزوني شبکې د روان کال په اپریل میاشت کې د «جنګي وسلو د څیړنو» بریتانوي موسسې د شننې په استناد رپوټ ورکړی و چې د ایران له خوا پر روسیې پلورل شوې شاهد بي پيلوټه الوتکې «د هغه موتور یا اِنجن په وسیله حرکت کوي چې د الماني تخنیک په اساس جوړ شوی دی او ایران دغه تخنیک شاوخوا ۲۰ کاله پخوا په غیر قانوني ډول ترلاسه کړی دی.»