1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: له ماريپول ښار څخه د تخلیې عمليات پېل شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د ماريپول ښار د فولادو له يوې فابريکې څخه د ملکيانو د ژغورنې له پاره د تخلیې نړيوال عمليات پېل شوي دي. په دې منځ کې اوکرايني چارواکو د خپل پوځ په ليکو کې د روسي جاسوسانو د شتون خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4AhuE
Ukraine, Bezimenne | Ankunft von Evakuierten aus dem Stahlwerk von Mariupol
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د تخلیې د يو شمير ناکامو شويو هڅو وروسته په دې منځ کې د اوکراين د ماريپول ښار د فولادو د «آزوو ـ فولادو کارخانې» څخه چې درنې نښتې یې پر سر روانې دي، يو شمير ملکيان را ایستل شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د «کابو سلو کسانو له يوې ډلې» څخه خبره وکړه چې د يکشنبې په ورځ خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي.  د تخلیې په دې عملياتو کې ملګرو ملتونو او د سره صليب نړیوالې کميټې ونډه درلودله.

زیلنسکي د يوه ويډيويي پېغام له لارې وويل چې دی تمه لري چې پر نننۍ دوشنبه به «له ماريپول ښار څخه د نورو انسانانو د را ایستلو له پاره شرائط برابر شي.» هغه وويل: «موږ به د ازووستال د فولادو فابريکې او په ټوله کې له ماريپول ښار څخه د خلکو د را ایستلو له پاره هر څه چې مو په اختيار کې وي، وکړو.»

په مسکو کې د دفاع وزارت په دې ترڅ کې ويلي: «د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين د نوښت له برکته ۸۰ ملکيان چې د «اوکرايني ناسيوناليستانو له خوا» د کارخانې په ساحه کې ايسار کړل شوي ول، د يکشنبې په ورځ په دونباس سيمه کې د روسیې تر ولکې لاندې د بيسمينې کلي ته انتقال کړل شول.

زياته شوې چې هلته دغه تخليه شويو ته خواړه او درمل ورکړل شوي دي. د وزارت له خوا زياته شوې چې «هغه ملکيان چې غوښتل یې د کيف د رژيم تر کنترول لاندې سيمو ته ورشي، د ملګرو ملتونو او سره صليب نړيوالې کميټې استازو ته وسپارل شول.»

Ukraine-Krieg I Asow-Stahl Mariupol
د فولادو محاصره شوې ساحهانځور: Maxar Technologies/AP/picture alliance

د کارخانې دغه ۱۱ کیلومتره مربع ساحه تر سختو نښتو لاندې ده. دا په ماريپول ښار کې د اوکراين د مقاومت وروستی سنګر دی. ويل کيږي چې دلته ښايي تر ځمکې لاندې تونلونو کې لا په سونو اوکرايني عسکر او ملکيان په ناوړه شرائطو کې پراته وي.

«د روسيې پوځ له پاره نابوده کوونکې جګړه»

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د روسیې له خوا پر اوکراين د دوو مياشتو راهيسې د روان يرغل موخه تر پوښتنه لاندې ونيوله. هغه وويل: «هغوی [روسیه] چې څرنګه خپل اهداف انتخابوي، يو ځلي بيا د دې ثبوت ورکوي چې د اوکراين پر ضد جګړه د روسیې د پوځ له پاره د تباهۍ جګړه ده.

نوموړي زياته کړه چې پر ملکي او د استوګنې پر ځايونو د بريدونو ترڅنګ ولاړ فصلونه او زراعتي فابريکې او کار ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

زيلنسکي زياته کړه: «څه کيدای شي په دې جګړه کې د روسیې ستراتیژيکه بريا وي؟ که رښتيا ووايم نه پوهيږم.»  د خلکو د ژوند ویجاړول او يا یې سوځول شوي کورونه او غلا شويو شتمنیو روسیې ته هیڅ په لاس نه دي ورکړي.

کيف: د اوکرايني پوځ په منځ کې روسی جاسوس

د اوکراين امنيتي چارواکو د خپلو معلوماتو پر اساس دوی د روسي جاسوسانو يو ډله بربنډه کړې ده. د زيلسنکي مشاور وويل چې يو جاسوس آن د اوکراين لوې درستیز په دفتر کې کار کاوه. د جاسوسانو د ډلې د غړيو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو د هغوی د احتمالي اهدافونه څخه يادونه وکړه.»

نوموړي زیاته کړې: «هغوی د روسیې او سپينې روسیې يوه مسافر وړونکې الوتکه بايد ويشتلې وای څو اوکراين ګرم وبلل شي.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)